سلايډنظر او تحلیل

د سولې خبرې، د غني هیلې او د پاکستان معاملې

شفیق مومند

ولسمشر غني په شاه شهید کې له مبهمې او ورانوونکې پېښې وروسته وویل چې نور د پاکستان له لارې سوله نه کوم. د شاه شهید له چاودنې وروسته د پاکستان پر ضد د غني توندې خبرې له ولسمشرۍ وروسته لومړنۍ هغه وې. د غني خبرې شاید د زړه هم نه وې، ځکه هغه وخت عامه افکار او د مدني ټولنو لاریونونه د پاکستان په خلاف روان وو. غني په یوه جدي انداز غږېده، تر شا یې خارجه، داخله وزیران او د امنیت رييس ولاړ ول. لکه د پاکستان پر ضد چې د جګړې اعلان کوي!

له هغه خبري کانفرانس سره داسې هیلې پیدا شوې، چې که سوله راځي کنه، لږ تر لږه به افغانستان د پاکستان د لوبو په جال کې نه ایسارېږي. اوړي کې د سولې خبرو پر ځای د جنګ هنګامه توده وه. طالبانو کندوز ونیو، د جنګ جغرافیه او بیلانس یې بېخي بدل کړ. د افغان امنیتي ځواکونو مورال راټیټ شو. جنګ سخت شو، په کندوز کې د ملي اردو ځواکونه محاصره کې ګیر وو، د پوځیانو کوکارې د طلوع نیوز له لوډسپېکره هم خبرې شوې. تېر اوړی واقعاً د جنګ سخت فصل و. داسې جنګ چې پنځلسو کلونو کې يې ساری نه و لیدل شوی. اګرچه کندوز سقوط وکړ، خو امنیتي ځواکونه تر ډېره په خپل ماموریت کې بریالي راووتل. خو تېر اوړي دا هم ښکاره کړه چې راتلونکی اوړی به تر دې هم سخت وي. ځکه طالبانو په تېر اوړي کې ډېرې وسلې ترلاسه کړې، د کندوز ولایت زرهي وسلي د طالبانو لاس ته ولوېدې. په کندوز کې ځايي خلک وايي چې طالبانو سره لا هم وسلې شته او هر ان امکان لري چې طالبان د یوه تهاجم له لارې ښار یو ځل بیا لاندې کړي.

اوس هم د طالبانو مورال پورته تللی او هم یې وسلې د پخوا په مقایسه زیاتې او پرمختللې شوې دي. دغسې وخت کې متاسفانه د سولې امیدونه ډېر کمزوري کېږي. متاسفانه افغان حکومت د طالبانو د کمزورۍ په وخت کې د سولې او خبرو لپاره شین څراغ ښکاره نه کړ چې طالبان د سولې خبرو ته مایل کړي. اوس چې طالبان هم هغه پخواني نه دي، هم یې قلمرو ډېر په کنټرول کې دی او هم وسلې ډېرې لري، اوس ډېره مشکله ښکاري چې طالب دې حکومت سره خبرو ته کښېني. که چېرې خبرو ته کښېني هم، پر خپلو شرایطو به لا ټینګ ولاړ وي. هغه داسې شرایط دي، چې د حکومت له واکه پورته دي. د امریکايي نظامیانو وېستل نو د غني او عبدالله د حکومت له واکه ډېره لرې خبره ده. که طالب د امریکایانو د وتلو خبره هم ونه کړي، د ملي وحدت حکومت چې خپلو کې سره وخوړل شول، طالب به څنګه ځای ومومي.

کمزوری حکومت او زورورې خبرې

د خارجه وزارت سیاسي معین، حکمت خلیل کرزی چې له اسلام اباده راستون شو، داسې زورورې خبرې يې وکړې چې د اشرف غني حکومت ته یې هضمول ډېر مشکله دي. کرزي ویل، طالبان دې د سولې خبرو ته کښېني، کنه پر ضد به یې اقدام وشي. دا سولې زیری نه، د جنګ اعلان و. داسې جنګ چې پنځلس کاله یې حکومت وشړاوه. د یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي له خولې د داسې خبرې کول له انتظاره لرې وه.

اوله خبره دا ده، چې د طالب په ضد پنځلس کاله اقدام شوی، دا ټول اقدامات پوځي و، یو هم داسې اقدام نه و چې د طالب په غاړه کې ګلان واچوي. طالب هم جګړه کوله. حکومت هم نه شو ملامتولی، د جګړې په مقابل کې به جګړه کېږي، خو له حکومت نه ځکه د سولې توقع کېده، چې د مشروعیت او حاکمیت دعوه لري. حکومت باید د سولې په جهت کې عملي، علمي او عاقلانه هڅې کړې وې. د جګړې دوام د طالب په نسبت د حکومت په زیان و. حکومت متاسفانه دا حقیقت درک نه کړ او اوس هم چې طالب په ډېرو ښو محرکونو سولې ته نه تیارېږي، حکومت لا هم د زور ژبې ته دوام ورکوي.

موږ د زور ژبه پنځلس کاله تجربه کړه. د سولې او نرمښت توقع له حکومت نه کېږي. که حکومت هم جنګ ته اړم شي، درېیمه لار ونه لټوي، زموږ اینده او د حکومت اینده ډېره ښه نه ښکاري. د جنګ د هرې ورځې دوام د حکومت د تلفاتو او لګښتونو د دوام په معنا ده. جنګ حکومت ته یو فرسایشي رنګ خپل کړی. جنګ داسې حد ته رسېدلی، چې له هوښيار حکومت او چارواکو د سولې په تړاو د رښتینو هڅو او کوششونو توقع کېږي. حکمت کرزي خو د سولې مطالعاتو کې لوړې زده کړې کړي، حداقل داسې خبرې باید د ده له ژبې نه وی شوي. زموږ په حکومت کې ناپړېتې رواج دي، له ولسمشره تر کوچنیو یې ټول وايي، خو له حکمت کرزي غوندې تعلیم یافته وو نه دا توقع نه کېږي. که د جنګ نسل په جنګ زور کوي، حکمت کرزی باید د حکمت لار ونیسي او د سولې هڅې وکړي.

د پاکستان بهانې

زه نه غواړم په تېرو پنځلس کلونو کې د سولې په اړه د پاکستان د لوبو او رنګارنګو موقف ګیریو کرونولوژي بیان کړم. خو دا توقع لرم چې حداقل اوس باید زموږ چارواکي پاکستان درک کړي، د پاکستان په معاملو سر خلاص کړي. هغو غلط فهمیو کې چې موږ واقع یو، باید نور يې له منځه یوسو. پنځلس کاله کافي عمر دی که موږ په کې زده کړه کړې وي. که مو له تېرو پنځلس کلنو لوړو ژورو زده کړه نه وي کړي، د هېواد اینده او د ملت سرنوشت ډېر مخدوش ښکاري.

پاکستان کله د ارومچي معامله وکړي، کله د مري لوبه او کله هم نورې. اصل کې پاکستان دومره زیرک هېواد نه دی، دا زموږ جهالت دی چې پاکستان راته زیرک شوی. که موږ خپلې ګټې او خپله لار درک کولی، پاکستان به په موږ داسې معاملې نه شوی کولی. دا دواړو افغان جهتونو پورې اړه لري. هم وسله وال طالبان او هم افغان حکومت، دغه دواړه جهتونه د افغان ولس په وړاندې مسوولیت لري، دوی باید خپل درایت او عقلانیت ثابت کړي. دا د افغان جهتونو کمزوري ده چې پاکستان زموږ سرنوشت لیکي، خصوصاً د افغان حکومت مسوولیت دی چې پاکستان سره باید معقول تعامل خپل کړي. باید نور د پنځلسو کلونو د لوبو تعامل ته د پای ټکی کښېږدي.

دا ځل د ژمي له راتګ سره پاکستان په همدغو انتظارونو غولولي یو چې اوس په اجنډا غږېږو اوس د لارې په نقشې غور کوو نن دا کوو سبا دا کوو. زه فکر کوم زموږ د سولې هدف او مقصد دومره پېچلی نه دی چې په یوه میاشت کې يې لار او هدف معلوم شي. زموږ لار او هدف له پیله معلوم دي، موږ سوله غواړو، له طالب سره د سولې مستقیمې، له معاملو، ټګۍ او برګۍ پاکې او شفافې خبرې غواړو. پاکستان سره باید خبره په لنډو خلاصه شي، که پاکستان د دغسې خبرو زمینه برابرولی شي، ډېره ښه ده، کنه باید افغان حکومت د نورو بدیلو لارو لټه شروع کړي ان شاءالله چې سولې ته به یوه ورځ ورسېږو. که د پاکستان پلمو او بهانو ته کېنو، شاید د غني درې نور کلونه هم همداسې راضایع کړي او سوله به لا هم ورکه وي.

 

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button