افغانستانسلايډ

د سولې بهير د بياپيلولو په موخه جنرال راحيل شريف کابل ته رسېدلی

د سولې بهير او کرښې دواړو غاړو ته د مخالفينو فعاليتونو په اړه د بحث په موخه د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف کابل ته رارسېدلی دی.

د پاکستاني رسنيو له قوله جنرال شريف به طالبانو سره د سولې بهير د بيا پيلېدو او ډيورنډ کرښې دواړو لوريو ته د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو او گواښونو په اړه افغان چارواکو سره خبرې کوي.

ويل کيږي، چې دمگړۍ جنرال شريف له ولسمشر غني او نورو لوړپوړو سياسي او نظامي چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دی.

د پاکستان پخوانی ډيپلومات اياز وزير وايي: «د سيمې حالات ډېر په بيړه پر بدلېدو دي دواړه هېوادونه بايد خپلو کې د باور فضا جوړه کړي او د دې لپاره د جنرال راحيل شريف سفر کابل ته ډېر اړين دی او دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې بيا تر ډېره سمې شي».

د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته ولسمشر اشرف غني پاکستان سره اړيکې ډېرې خوږې کړې وې، چې ډېری افغانانو او د حکومت شريکانو يې پر ولسمشر غني سختې نيوکې کولې.

د څارونکو په باور اشرف غني د سيمې له جغرافيايي سياست سره بلد نه دی او له همدې امله يې پاکستان ته ډېر څه ومنل، گڼ پاکستاني طالبان يې پاکستان ته وسپارل، د پاکستان لوړپوړي استخباراتي چارواکي د هېواد پر زندانونو وگرځېدل او خپل مطلوب بنديان يې له ځان سره پاکستان ته بوتلل، خو څومره چې اشرف غني له پاکستانه تمه درلوده، څه يې ترلاسه نه کړل.

بالاخره څو مياشتې وړاندې اشرف غني له پرله پسې هلو ځلو وروسته د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې له پاکستان سره د سولې په تړاو هر ډول اړيکې وځنډولې، چې بالاخره تېره مياشت د پاکستاني سياستوالو په منځگړيتوب ولسمشر غني يو ځل بيا زړه ښه کړ، چې پاکستان سره د سولې په اړه اړيکې ورغوي.

ولسمشر غني اسيا زړه کنفرانس کې د خپلو خبرو په ترڅ کې يو ځل بيا تور ولگاو، چې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې څخه وسله وال راځي او بايد پاکستان د دغو خلکو مخنيوی وکړي.

پاکستاني سرچينې وايي، چې د جنرال شريف د سفر موخه افغان چارواکو سره د امنيتي ستونزو، د ډيورنډ دواړو غاړو ته د مخالفينو د فعاليتونو څار او سولې په اړه خبرې اترې دي.

جنرال شريف په داسې حال کې کابل ته رسېدلی، چې د راتلونکي کال د جنوري په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان، افغانستان، چين او امريکا استازي په اسلام اباد کې د افغان سولې، چانسونو او ستونزو په اړه گډې خبرې کوي.

کابل ته د راحيل شريف د سفر موخه د دوه اړخيزو امنيتي اړيکو سربېره، د پولې دواړو غاړو ته د مخالفينو د خوځښت او فعاليتونو په اړه بحثونه دي.

د پاکستان د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز اسلام اباد کې رسنيو ته وويل، چې د راحيل شريف له سفر وروسته د راتلونکي کال د لومړنۍ مياشتې په پيل کې به د امريکا، پاکستان، افغانستان او چين استازي په پاکستان کې د افغان سولې په اړه گډه ناسته وکړي.

ښاغلي عزيز زياته کړه، چې په دغه گډ کنفرانس کې د سولې په ميکانېزم، چانسونو او ستونزو په اړه خبرې کيږي.

دوې اوونۍ وړاندې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې اسيا زړه کنفرانس کې ولسمشر اشرف غني د امريکا او چين په فشار گډون وکړ او د دغه کنفرانس په څنډه کې ولسمشر د پاکستان صدر اعظم نواز شريف، د امريکا بهرنيو چارو مرستيال وزير انتوني بلنکن او د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير وانگ ژي سره په گډه ناسته کې د سولې په اړه په اړه خبرې اترې کړې وې.

ويل کيږي، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې له لنډمهالې خړېدو وروسته د امريکا او چين په هڅو يو ځل بيا ښې شوي او تمه کيږي، چې پاکستان به افغان سوله کې خپل رول ادا کوي او هڅه به وکړي، چې طالبان افغان حکومت سره خبرو ته تيار کړي.

د څارونکو له انده، پاکستان کولای شي، د سولې په اړه له خپل اغېز کار واخلي او طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې حالات برابر کړي، خو دا چې افغان حکومت ټولې غوښتنې له پاکستانه کوي، د څارونکو په اند دا غوښتنه «ډېره پر ځای نه بريښي»؛ ځکه طالبان په خپله يوه غوښتنه لري، حکومت بايد د طالبانو غوښتنې هم ورازوي، حکومت بايد په کور دننه د سولې لپاره حالات مساعد کړي او خپل حکومتي جوړښت کې د سولې يو ميکانېزم جوړ کړي او له ولس سره يې شريک کړي.

کارپوهان وايي، که افغان حکومت په خپله د سولې لپاره حالات مساعد کړي، بيا پاکستان او نورو هېوادونو ته ډېر لږ کار پاتې کيږي، چې هېواد کې سوله راشي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button