سلايډسيمه او نړۍ

د سوریې وروستی روغتون بمبار شو

د سوریې د حکومت له لوري د کلابند شوي ښار «داریا» وروستی روغتون هم د حکومتي چورلکو له لوري بمبار شوه. لندن کې مېشت د سوریې د بشر د حقونو د څار ادارې خبر ورکړی چې د سوريې د حکومت له لوري د داریا د ښار ټول روغتونونه له منځه وړل شوي. د دې ښار ځينې روغتونونه د روسیې د هوايي پوځ له لوري او ځینې نور بیا د سوريې د حکومت له لوري بمبارۍ کې له منځه تللي دي.
وروستی روغتون چې د حکومتي چورلکو له لوري بمبار شوې د اته زره ناروغانو د سمبالولو وړتیا يې لرله. په سوریه کې د حکومت له لوري کلابند شوي ښارونه له بشري ناورین سره مخ دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button