راپورونهسلايډسيمه او نړۍ

د سوريې په خاوره کې ترټولو پیاوړي وسلوال د ترکيې ملاتړکوي

د رواني مياشتي په لومړيوکې له سوريې نه د امريکايي ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم د ترکيې وسلوالو ځواکونو د سوريې په شمال کې د ترکيې د مخالفو کردي ملیشو پر مرکزونو ځمکني او هوايي بریدونه پيل کړل، ډيری نړيوالو اوسیمیزو کتونکو دا دترکيې لخوا يو ډول بې سارې او بې باکه حرکت وګاڼه، خو د سیمې له حالاتو باخبره سرچينې د سورې دننه د ترکيې د ملاتړو وسلوال په اړه په تازه راپورونو کې وايي چې له تیرو ۸ کالو راهیسې د بشارالاسد له رژیم سره د جګړه کوونکو ترټولو پياوړو ډلو د ترکيې د فوځ ملاتړلي، چې د لويځ پلوو او ترک دښمنه کردانو او همداراز داعش پرضد له ترکيې سره متحد اوهم غږه دي.
د سوريې د ملي فوځ په نامه ډله چې د بشارالاسد د رسمي فوځ نه ياغي شوي جنرالان او ملت پاله او اسلام پاله سوريايي وسلوال پکې راټول دي او همداراز د سوريې د جیش الاسلام ډله د رجب طیب اردوګان تر شا ولاړدي.
د زیاتو سوريايي مهاجرو په ښه پالنه او په نړۍ کې د مسلمانانو په اړه د اردوګان د ښه رول له امله له داعشه پرته نور سوريايي اسلام پال دا وخت د ترکيې له حکومت سره خواخوږي لري. چې د غه خواخوږي په سيمه اونړۍ کې د ترکيې مخالفينوته د انديښني وړده.
په سوريه کې له اته کلن بحران نه وروسته ترکيې ۳۰لکو سوريايي مهاجروته نه يواځې پنا ورکړه، بلکې اکثرو ته يې د ترکيې تابعيت او ټول ملي حقوق هم ورکړل، د دغو مهاجرو لويه برخه د سوريې سني مذهبه عربان دي.

Related Articles

Back to top button