روغتيا

د سهار په نهاره اوبه څښل مو له ډېرو ناروغیو ژغورلی شي!

ژباړن: محمد مبین هڅاند

د صحت نړيوالې ادارې له قوله په سهار کې په نهاره اوبه څښل د ډېرو ناروغیو لکه نری رنځ، سردرد، د هډوکو درد، د زړه د ناروغیو او د وزن په کمېدو کې پوره سل فیصده مرسته کولای شي.

د همدې ترڅنګ د ټولو هغو ناروغیو چې په انسان راتلونکې وي او په خاص ډول د معدې، کولمو او د ښځو د میاشتنۍ ناروغۍ څخه د خلاصي اسانه لاره ده.

د دغو اوبو اندازه د صحت ماهرین ۴ ګیلاسونه ښایي او که څوک نه شي کولای چې ۴ ګيلاسونه اوبه په یوځل وڅښي نو په قرار قرار دې ورسره دې ځان بلد کړي او بله مهمه خبره داده چې د اوبو څښلو وروسته دې ۴۵ دقیقې څه نه خوري او د ۴۵ دقیقو وروسته دې په عام ډول خپله د سهار ناشته وکړي.

فکر مو وي چې دغه کار ته ادامه ورکړئ ځکه دا کار هېڅ قسم بدوالی نه لري د ځينو مرضونو علاج په کمو ورځو او ځینو نورو بیا تر ۱۸۰ ورځو پورې د وخت اخیستو امکان هم شته.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button