افغانستانسلايډ

د سنگين امنيه قوماندان: والي دې دوه‌سوه قبرونه ورته وکيني

د هلمند د سنگين ولسوالۍ امنيه قوماندان له والي غوښتي دي، چې د دوی لپاره دوه سوه قبرونه وکيني. دغه ولسوالۍ تېره ورځ د وسله والو طالبانو له لوري ونيول شوه او له هغې وروسته يو شمېر پوليس د طالبانو په کلابندۍ کې دي، چې اوس يې شمېر دوه سوه ښودل شوی دی.

د هلمند والي نن سيمې ته د مرستندويه ځواک د استولو خبر ورکړی، خو کلابند پوليس وايي، دغه ځواک به دوی ته پر وخت ونه رسېږي.

امنيه قوماندان محمد داود والي ميرزاخان ته د تليفون په ليکه د دوی د يوازې پرېښودو له امله گيله کړې ده، نوموړي د ملي يووالي حکومت او نړيوال متحدين له دې امله گرم کړي، چې دوه سوه پوليس او سرتېري يې د طالبانو کلابندۍ ته پرېښي دي.

بل لور ته وسله وال طالبان وايي، ډېر ژر به کلابند پوليس خپلې وسلې پر ځمکه وغورځوي او تسليم به شي.

د ټايمز ورځپاڼې له يوه راپور سره سم امنيه قوماندان والي ته ويلي، چې دوه سوه قبرونه دې ورته تيار کړي، نوموړی دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې د والي مرستيال د تېرو ورځو په جگړو کې له سلو د ډېرو سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ورځو کې برتانوي پوځيان يو وار بيا هلمند ته د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه تللي دي، د دې هيواد چارواکو ويلي، د هلمند ستونزه يوه بېړني حل ته اړتيا لري.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button