خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

د سعودي نوی قانون: له نکاح پرته هلک او انجلۍ په يوه خونه اوسيدلی شي

د سعودي حکومت په هوټلونوکې د بي نکاح تر اوښځې په يوه خونه اوبستر اوسیدلوته اجازه ورکړې، نړيوالو رسنيو د سعودي دغه اقدام د محمد بن سلمان د اصلاحاتو د لړۍ يوه کړۍ نومولي، چې غواړي په سعودي کې تر۲۰۲۳پوري د خارجي سياحانو د جلب لپاره ډيری دیني مقررات لغوه کړي.

سعودي د اقتصادي بحران د کنترول لپاره د سیاحت په پراختيا غورکوي، ترڅو د متحده عرب اماراتو په څير باندني سیاحان راجلب کړي، له همدې امله يې د سیاحت اوتجارت ویزه هم اسانه کړې.

د شازاده مجمد بن سلمان له  راتګ سره په سعودي کې که له يوې خوا مالي بحران زیات شوی،خو بل لورته شازاده محمد بن سلمان د سعودي د خارجي دوستانو په مشوره  او د اقتصادي ودې په تمه ډیری دیني مقررات تغيرکړي.چې په دې لړکې د بي حجابه اونیمو بربنډو ښځو په ګرځيدو او دښځو په موټرواني بندیز لرې کول هم وو

Related Articles

Back to top button