راپورونهسيمه او نړۍ

د سعودي مفتي: اوس ښځه هم له خپل مېړه طلاق اخیستلائ شي

د سعودي يوه مشر مفتي او د سترو علماوو د ټولنې غړي شيخ عبدالله المنيع په خپله جنجالي فتوا کې ويلي، ښځه کولی شي، د نکاح پر مهال پر مېړه دا شرط ولګوي، چې طلاق يې په خپل لاس کې دی او د اړتيا پر مهال يې کارولی شي.

شيخ عبدالله المنيع ويلي، د ښځې لپاره دا جائز دي، چې د نکاح پر مهال د طلاق شرط په خپل لاس کې واخلي او استدلال يې په دې فقهې قاعده کړی «مسلمانان په خپلو شرطونو ولاړ وي.»

د شيخ المنيع دې فتوا په سعودي او ټولې اسلامي نړۍ پراخ غبرګونونه راپارولي، ډېری علماوو او عامو مسلمانانو د نوموړي فتوا له اسلامي اصولو او ارزښتونو سره په ټکر کې بللې، خو يو شمېر خلکو يې هرکلی کړی او وايي، چې ښځه هم بايد د طلاق ورکولو حق ولري.

شيخ عبدالله المنيع دا جنجالي فتوا وروسته تر هغه ورکړې، چې د تېر اکتوبر په ۲۷ د سعودي د شورا يوه غړي اقبال دندراوي غوښتنه کړې، چې طلاق کې بايد د ښځې او سړي ترمنځ مساوات رامنځته شي او هر لوری بايد د طلاق حق ولري.

فقهاء وايي، طلاق د مېړه حق دی او بايد يوازې د شديدې اړتيا پر مهال وکارول شي.

Related Articles

Back to top button