افغانستانسلايډ

د سعودي او افغانستان نظامي همکاري ډېرېږي

د ولسمشر غني او د سعودي عربستان د ملي دفاع د وزير د مرستيال په ليدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د نظامي همکاريو پر ډېرولو ټينگار شوی.

د عربستان دغه چارواکی پرون د يوه تخنيکي پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد، ولسمشر غني وروسته هغه سره وليدل.

په دې ليدنه کې دواړو لوريو د نظامي همکاريو پر ډېرېدو او ترورېزم سره پر مبارزې خبرې وکړې.

د سعودي د دفاع وزير مرستيال محمد عبد الله المزيد وويل، چې هېواد يې افغانستان سره په بېلا بېلو برخو او په ځانگړي ډول د امنيت په تامين کې مرستو ته تيار دی. د هغه په وينا پوځي ځواکونو پخوا د جگړو ډگر کې جگړې کولې خو اوس د ترورېزم پديدې سره مخ دي، چې نه يوازې له پوځي، بلکې له فکري او ايډيالوژيکې لارې يې بايد مخه ونيولي شي.

د سعودي دفاع وزير افغانستان د ترورېزم قرباني وباله او زياته يې کړه چې ترورېزم سره مبارزه کې لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.

د ملي يووالي حکومت ولسمشر د دغه عرب چارواکي د خبرو هرکلی وکړ او ويې ویل، چې د ټولې اسلامي نړۍ هېوادونه بايد په همغږې توگه د ترورېزم له افکارو او ايډيالوژۍ سره مقابله وکړي. هغه په دې اړه د سعودي د علماو فتوی اغېزمنه وبلله.

دا په داسې حال کې ده، چې نږدې راتلونکې کې سعودي کې د افغانستان د روان کړکيچ په اړه د علماو يوه ستره غونډه جوړېږي، امريکا او افغان دولت د دې غونډې هرکلی کړی خو وسله والو طالبانو دا غونډه د افغانستان د خلکو او «جهاد» پر ضد د بهرنيو استخباراتو هڅې بللې دي، هغوی همدا راز د اسلامي نړۍ پر علماو غږ کړی چې په دې غونډه کې گډون ونه کړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button