خبرونهسلايډ

د سالنگ لویه لار د مسافر پر مخ وتړل شوه

جنرال رجب د سالنگ د لویې لارې مشر اعلان کړه چې د ډېرې واورې ورېدلو له امله د سالنگ لویه لار د مسافرو پر مخ تړل شوې ده. رجب زیاته کړه چې واوره اوسمهال په ډېرې تېزۍ سره ورېږي. د هغه په وینا شمالي سالنگ کې د یوه متر په اټکل واوره ورېدلي او جنويي سالنگ کې لا هم د واورې ورښت دوام لري چې ورسره توپان هم شته او دا د واروې ښویېدني یا برف کوچ خطر ډېروي.

راجب همدارنگه وویل چې نن سهار یو مسافر وړونکی موټر هم د هوا د خرابولي له امله ترافیکي پېښه کړې چې له امله یې ۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ تنه نور ټپیان روغتون ته رسول شوي چې دوی کې د ۳ تنو حالت د اندېښنې وړ دی.

سږکال دا دوهم وار دی چې د سالنگ لویه لار د مسافرو پر مخ تړل کېږي. رجب ژمنه وکړه چې د واورې له ودرېدلو سره سم به د سړک پاکولو کار پیل کړي.

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button