روغتيا

د زړه د ناروغۍ نښې

زړه د سینې د کپس چپ لورې ته پروت دی. د نرانو زړه تقریبا ۳۰۰ ګرامه او دښځو زړه ۲۵۰ ګرامه وزن لري.په یوه شپه او ورځ کې ۱۰۰ زره ځله حرکت کوي چې په عامه ژبه کې يې د زړه درزا بولي. د زړه له حرکت نه موخه دا ده چې زړه کله خپل ځان خلاص کړي نو ټول بدن ته انرژي رسوي او چې کله خپل ځان راټول کړي نو له ټول بدن نه نا صافه وینه راټولوي.

کله چې د وینې د رګونو پلن والی تنګ شي، زړه د وینې له کمښت سره مخ کېږي. د رګونو پلن والید موم شوو غوړیو او یا هم د غوړو له ډېر استعمال څخه منځته راځي، یا دا چې ورزش ونه شي،غوړ د ویني په رګونو کې پاتې کېږي او په رګونو کې د وینې حرکت کمزوری کېږي چې له امله یې زړه ته وینه نه رسېږي.

د سینې په کپس کې درد، د زړه د درزا ډېرېدل، زړه بدي، لټي او داسي نور د زړه د حملې نښې دي چې له دغه احساس سره انسان باید ژر تر ژره له ډاکټر سره مشوره وکړي.

په افغانستان کې د زړه د ناروغانو شمېر ډېر دی. په کابل کې د ابن سینا د روغتون ډاکټر صفي الله صفا وایي: «په ورځني ډول له ۶۰ تر ۷۰ د زړه د ناروغۍ مریضان ابن سینا روغتون ته مراجعه کوي.

مخکې تر دې چې انسان د زړه پر ناروغۍ اخته شي باید په ورځني ډول خپل خورړو کې اصلاحات راوړي او له ورزش څخه ګټه واخلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button