افغانستانسلايډ

د زابل شاه جوی کې جگړه پيل شوې

طالبانو د زابل ولايت شاه جوی ولسوالۍ کې جگړې پيل کړي دي.

راپورونه وايي، چې نن سهار سلگونو طالبانو د شاه جوی اړوند پر ګڼو امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

ځايي خلک وايي، چې طالبانو تر اوسه ګڼې پوستې نيولي او دمگړۍ د دواړو لوريو تر منځ خونړۍ نښتې روانې دي.

د عيني شاهدانو په وينا دواړه لوري په دغو نښتو له سپکو او درنو وسلو کار اخلي.

زابل کې د نښتو د زياتېدو خبر په داسې وخت کې ورکول کيږي، چې د هېواد تر ټولو ستر ولايت هلمند په ټولو ولسواليو کې جگړې روانې دي

د هلمند ځايي خلک او پارلماني استازي وايي، چې د دغه ولايت له څوارلسو والسواليو دوه يې د حکومت په لاس کې دي او پاتې دولس يې يا د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي او يا هم جگړې په کې روانې دي.

امنيتي چارواکو تر اوسه رسما په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button