افغانستانخبرونهسلايډ

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۰۱ ملکي وکړي وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادراه وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۱۶۶ ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په دغو کې ۱۶۰۱ مړه او ۳۵۶۵ ټپیان شوي دي. یوناما وایې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وکړو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله څلور سلنه زیاته شوې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړی استازی تادا میچي یا ماموتو ویلي، دا راپور په نښتو کې د ملکي وګړو ژوند ساتنې ته د جګړې ښکېلو غاړو د ژمنتیا ناکامي ښیي. د یوناما رییس ټینګار وکړ چې د دې راپور خپریدل باید له ښکیلو خواوو دملکي وګړو هغه چې پر عبادت بوخت وي، اوبه راوړي او یا په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. د تلفاتو د کمیدو غوښتنه وي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمشنر زید رعد حسن ویلي، دافغانستان په جګړه کې د روان کال په لومړیو شپږ ومیاشتو کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېره هېښوونکې او شرموونکې ده.

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button