پاموړ

د رنګونو حقيقت /صفیه حلیم

لرغونو انسانانو باور کوو چې نړۍ څلور ګوټيزه ده او هر ګوټ کې يې يوه ډله خلک اوسېږي. دا خلک په څلورو رنګونو پيژندل کيده. د ختيځ رنګ سور او د شمال تور و ځکه هن (يفتليان) تور ګڼل کيده. لوېديځ سپين او خلک يې هم سپين وو، شين (نيلا) د جنوب رنګ و ځکه باور کيدو چې اخوا ته اوبه يا سمندر دی.
د اوبو د رنګ له کبله بره د خلا نه هم زمونږ د زمکې کره، نيلا ښکاري او ځکه ورته نيلا سياره ( بلو پلېنيټ) وايي.
انسان رنګونه خوښوي او کله چې په غارونو کې اوسېدو نو په سرو خټو لړلي لاسونه به يې په ديوال نقش کړل. دغه يې لومړي انځورونه وو چې د نړۍ په لرغونو څمڅو کې اوس هم موندل کېږي. داسې اندازه ده چې د ونو او بوټو رنګونه به لومړيو انسانانو د خپل ځان د رنګولو لپاره کارول. د غوزانو پوټکې، د گلونو سرخي، د سکارو تور، هغه رنگونه وچې ښځو او سړو دواړو به ورباندې ځان ښايسته کوو.
کله چې انسان په جونګړو جوړولو لاس پورې کړ نو د خټو ديوالونه به يې په زيړ يا سرې خاورې رنگول. هغه وخت رنگونه محدود و او ډېر توکي نه رنګيدل. د ټوکر رنگ زيات وخت نسواري و چې د مېزرو يا غوزانو په پاڼو يې رنگول. د وړۍ، کتان او د ورېښمو د رنگولو هڅه هم وشوه. د کورکمن، زعفران او لبلبو(چقندر) په رنگ يې وريژې، اوړه او نور توکي رنګ کړل. په عبادت ځايونو کی به يې رنگينې تيږې کارولې چې وروسته يې مېده کړل او د خپلو خدايانو انځورونه ترې جوړول.
خو د کاينات په يو شي کې هم پخپله رنګ نشته. نيلا اسمان، شين واښه، سره او زيړ گلونه، ارغوان، بنفشه، نارنج او هر هغه توکې چې مونږ يې ګورو خپل رنګونه د لمر له وړانګو اخلي. د دې يوه بيلګه د “بوډۍ ټال” ده چې د باران په څاڅکو کې د لمر وړانگې تېرېږي او د اوو رنګونو يوه لينده جوړه شي.

صفيه حليم له بلاگ څخه

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button