سلايډنظر او تحلیل

د رسنیو پرېوتی معیار

شفیق مومند
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې زموږ په فېسبوک کې د امان الله خان پر سر اخ و ډب روان دی. د جمعیت اصلاح مولوي عبدالصبور په یوې پخوانۍ وینا کې امان الله خان بې دینه ګڼلی و. مولوي عبدالصبور په ورته وخت کې د سقاو زوی، چې د تاریخي لاسوندونو له مخې یو ډاکو او ناپوه انسان و، مجاهد بللی و. دا ویډیو ډېره پخوانۍ ده. له ویډیو ښکاري چې څو کاله مخکینۍ وینا ده چې اوس اوس فېسبوک کې لاس په لاس کېږي. دا په خپله د سوال ځای دی چې ولې د څو کلونو وړاندې ویډیو اوس خپرېږي او هغه هم د ویډیو یوه خاصه برخه نشرېږي. دا یوې لویې ماجرا لپاره ډیزاین شوي وو.
دلته پر دې خبره نه کوو چې دا ویډیو چا کټ او خپره کړه او ولې يې خپره کړه. دا کومه نوې خبره هم نه ده چې امان الله خان د ده د واکمنۍ له پېر راهیسې د دیني علماوو له خوا بې دینه ګڼل کېږي. امان الله چې کله په ۱۹۲۸ کې د اروپا له شپږ میاشتني سفر څخه راستون شو هڅه یې وکړه چې ځینې لیبرال اصلاحات راولي چې ټولنه د غربګرايۍ پر لور رهنمايي کړي. دغه وخت د امان الله خان او دیني علماوو چې ترمنځ ټکر پېښېږي او په پای کې په ولسي پاڅون بدلېږي او امان الله خان مجبورېږي چې وطن پرېږي. د امان الله خان او دیني علماوو ترمنځ ټکر د نن او یا د مولوي عبدالصبور د وروستۍ ویډیو خبره نه ده. دا یوه پخوانۍ تاریخي او دیني مسئله ده چې تر نن ورځې راروانه ده. نن هم د هېواد د دیني علماوو قشر د مولوي عبدالصبور ترڅنګ ودرېدل او دا کیسه یو ځل بیا تکرار شوه.
په هر صورت، دا پېښه موږ ټولو ولیده، خو په دې روانې سیالۍ کې د ځینو رسنیو خپرونې ډېرې نهیلي کوونکې وې. دوی د پاکستاني استخباراتو د پخواني مشر، جنرال حمیدګل داسې عکسونه فوټو شاپ کې ډیزاین کړل چې ګواکې مولوي عبدالصبور ورسره ناست دی. د دې عکس اصلي هم فېسبوک کې خپور شو چې ټولو ولید. دغسې جعلکاریو ته پناه وړلو وښوده چې د امان الله خان د پلویانو اړخ د منطق له کمي یا کمزوري سره مخ و. دوی په منطق د امان الله خان د دیندارۍ ثبوت وړاندې نه شوای کړای نو ځکه یې فوټوشاپ ته مخه کړه. هر څوک حق لري چې خپل فکر او نظر ولري، د یوه ننګه او پر بل نیوکه وکړي خو دا حق څوک نه لري چې د خپل مخالف د کمزوري ښوولو لپاره د هغه عکسونه په ناځوانۍ سره فوټوشاپ کې ډیزاین کړي او بیا یې خپاره کړي چې ګواکې فلانی د فلاني کس دی. دا ناځواني ده او د مبارزې ټیټوالی ښيي. دا ښيي چې دا لوری څومره پر خپل منطق ولاړ دی او څومره ورته خپله مبارزه درنه برېښي.
شخصي جعل کارۍ هم پر خپل ځای، فېسبوک کې هره ورځ ډېرې داسې جعلکارۍ وینو، دا زموږ د ټولنې یو تریخ حقیقت دی. خو زه هغه وخت نهیلی شوم چې ځینو رسنیو دغه جعلي عکسونه خپاره کړل. د دغو غیرمعیاري رسنیو په سر کې د تاند پښتو وېبپاڼه وه. وروسته همدا عکس د روهي وېب پاڼې هم نشر کړ. د تاند چلوونکي د استاد صدیق پسرلي زامن دي. د پسرلي صاحب زامن ټول د ازادۍ او بي بي سي راډیوګانو خبریالان او د ټول د خبریالۍ او ژورنالیزم په باریکیو پوه خلک دي. دوی خو دومره پوهېږي چې د دغسې عکس خپراوی د دوی د رسنۍ ارزښت او اهمیت ته زیان رسوي. دوی ولې د څو ورځو لپاره د څو تنو د غولولو لپاره یو عکس فوټوشاپ کوي او بیا یې پر خپلې ویبپاڼې خپروي. هغه هم دومره لنډه جعل کاري چې یوه ورځ یې هم دوام ونه کړای شو. روهي ویبپاڼه هم همداسې.
کله چې تاند او روهي کې د مولوي عبدالصبور عکسونه په دومره ټیټوالي جعل کېږي او بیا د اصلي په توګه خپرېږي، بیا به څوک د تاند په راپورونو باور وکړي. لکه زه چې پرې بې باوره شوم دغسې به ډېر نور هم پرې بې باوره شوي وي. دغسې رسنۍ تر بل هر چا لومړی خپلې ټولنې سره ظلم کوي او بیا ځان سره. دغه جعلي عکسونه چې دومره ژر رسوا شول او معلومه شوه چې جعلي دي، نو د تاند او روهي حیثیت ته به څومره زیان رسېدلی وي!
موږ د پر لیکه رسنیو له زیاتېدو سره هیله من و چې کار به معیاري کېږي، خو چې دغسې جعلي کارۍ وینو، دا بیا د اوږدمهالي نهیلۍ باعث کېږي.
Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button