پاموړکتابونه

د دوزخونو په لمبو کې سوځېدلی جنت/مروت درد

دا لیکوال او شاعر ښاغلي شهرت ننګیال سفرنامه ده چې، په کال ۱۳۷۶ هـ ش یې دکابل دتنظیمي جګړو  پر وخت لیکل شوې او په زر ټوکه او ۱۵۷ مخونو کې دانش خپرندویې ټولنې د مینوالو تر ګوتو ور رسولې ده.swazedali jannat

دکتاب لیکوال لومړی دروسي ښکېلاک په وړاندې د افغانانو پر مېړانه، سرښندنې او قربانیو غږېدلای او هم مهاله یې دتنظیمي مشرانو له مهمو رازونو پرده اوچته کړېده.

لیکوال دروسي یرغلګرو په وړاندې دافغان ملت دبې کورۍ او مهاجرت قیصې کوي او د تورخم په پوله دپاکستانیو ملېشو دبد چلند په اړه دخپلې بېوسۍ اوښکې تویوي.

دکتاب لیکوال په ډېر متانت لوستونکی خپل تېر ویاړلي تاریخ ته متوجه کوي او داحمدشاه بابا له لویې امپراتورۍ نیولې بیا تر بایزید روښان، خوشال خټک او میرویس نیکه پورې مو د ددوی په مېړانو، شجاعت او فداکارۍ ننګوي او راته وایي: موږ دتاریخ په اوږدو کې ستر او سخت زبرځواکونه مات کړي او منډو کړي دي، اوس چې مو د روس پر خلاف دجهاد مقدسه دنده تر سره کړه؛ حیف دی چې دقدرت پر سر پخپلو کې وژنو او جوړ کابل ورانوو.

دکتاب لیکوال دنورو داخلي ناخوالو او ناکراریو تر څنګ د ډېورنډ فرضي کرښه هم له یاده نه باسي او وایي:

دبرلېن دېوال چې ړنګېدلای او جرمني ملت یوځای کېدلای شي؛ د ډیورنډ پر دواړو غاړو مېشت دیو فرهنګ، یوې ژبې او یوې جغرافیې خلک څنګه نه شي یوځای کېدلای!؟ دا ددوی په سینه دوخت دمظالمو لخوا راښکل شوې کرښه ده او هیڅ افغان انسان ته دمنلو نه ده. دکتاب لیکوال دعمران خان د “غیرتمند مسلمان ” اثر لوستی او بیا دې نتیحې ته رسېدلای چې: ((پښتنو د د هندوستان دازادۍ په معرکه کې انګرېزانو ته دسر په کاسه کې اوبه ورکړې، پښتنو د پېرنګي د امپراتورۍ د زاوال کرښه تېره کړه او نادرخان ان پر ټل او پېوارډ د ازادۍ بیرغ پورته کړ، د ډیورنډ کرښه د پښتنو پر خلاف د پیرنګي د هغه قهر، غضب او دښمنۍ څرګندویه ده چې، له دې قام څخه یې د ډېرې خطرناکې وېرې تر حده لرله. دا یوه داسې کرښه ده چې په پټه خوله به له پښتنو نه د پیرنګي انتقام اخلي.))

د کتاب په ۲۲ مخ کې لیکوال دخیبر په سفر کې د هغه تنظیمي مشرانو ژوند او هوسونو ته متوجه شوی؛ کومو چې دجهاد له لارې پرېمانه مادي امتیازات تر لاسه کړي وو او د ښه ژوند په لټه کې یې دشاهي قصرونو ودانول غوښتل. د لیکوال په باور: حاجي ایوب خان اپرېدي د افغانستان دارګ نقشه جوړه کړه او په کور دننه ددې نقشې له پلي کېدو وروسته یې د جهادي رهبرانو د دمه ځای د جوړولو لپاره له کرښې اخوا قصرونه ورغول، چې په میاشتو، میاشتو به په کې پراته وو او عېش او عېشرت به یې کاوه. لیکوال کاږي: دډاکټر نجیب له سقوط وروسته حاجي ایوب اپریدي غوښتل چې دتنظیمي دولت سره دتېلو قرارداد وکړي، له همدې خاطره یې ننګرهاري چارواکو سره یارانه جوړه کړې وه او هر یوه ته یې لنډکروزر په تحفه کې ورکړی و.

د کتاب په ۲۴مخ کې لیکوال د استاد رباني د سکې ستونزو ته اشاره کوي او وایي: دولت پنځه زریز نوټونه بازار ته عرضه کړي وو، چې جنرال دوستم په کې خپل دوستمي نوټونه هم چلول، چې ددولت مخالفې قوي سیاسي ډلې حزب اسلامي تر خپل نفوذ لاندې پرتو سیمو کې ددولت پنځه زریز او دوستمیو نوټونو ته دراکړې، ورکړې اجازه نه ورکوله او له یوې مخې یې ممنوع الچلند اعلان کړي وو.

په پنځه زریز نوټونو یو حیرانوونکی تصادف دا و چې، پرې د پُل خیشتي جامع جومات انځور شوی و، دا هغه جومات و چې، تنظیمي مشرانو د جنرال ضیا الحق په نوم نومولی و، خو ددې جومات نوم هماغسې پُل خیشي پاتې شو.

د کتاب په ۳۶ مخ کې لیکوال د مجاهدینو دستر سالار جلال الدین حقاني پر ژوند او بریو غږېدلای او دخوست د کلابندۍ نه د خوست تر فتحې پورې یې دسترګو لیدلای حال یې بیان کړی دی.

لیکوال کاږي: کله چې جلال الدین حقاني خوست محاصره کړ، روسي ځواک او پلویانو یې خپلې ټولې جنګي او ډیپلوماتیکې هڅې په کار واچولې، چې د روغې، جوړې له لارې دخوست محاصره ماته کړي خو، حقاني د جنګ د ډګر یو غښتلی او نه پخلاکېدونکی قومندان و، هماغه و چې د روسي پوځ یوه قطعه یې د پکتیا په ژوره کې تس نس کړه او په سلګونو روسي پوځیان او پیلوټان یې ژوندي ونیول.  دا په حقیقت کې دروسي پوځ لپاره تر ټولو لومړۍ محاربوي ماته وه چې، له افغانانو سره یې په مخامخ جګړه کې ولیدله.

لیکوال وړاندې کاږي: دخوست له سوبې وروسته جلال الدین حقاني جلال اباد ته لاړ او هلته یې د قومندانانو یوه سرارسري شورا جوړه کړه او په جلال اباد کې یې دمجاهدینو پوځي تحرکاتو ته نوې ساه ورکړه، جلال الدین حقاني د مجددي په کابینه کې دعدلیې وزیر وټاکل شو، نوموړي ډېر کوښښ وکړ چې دسولې له لارې دمجددي مسعود او حکمتیار تر مینځ دخبرو لپاره یوه دوستانه فضا رامینځته کړي او دایمي سوله او ثبات ټینګ کړي خو، تر لږې ارامۍ وروسته ځنډنۍ سوله دمسعود لخوا له خنډنو سره مخ شوه چې په لړ کې یې په جلال الدین حقاني مرګونی برید وشو چې، دی ترې روغ ووت او ځینې نژدې ملګري یې ټپیان شول.

دکتاب په ۴۳ مخ کې لیکوال دننګرهار نه دکابل په لور په تلونکي سفر کې د تنظیمي مشر استاد سیاف د وسلو دډېپوګانو، او د شمشاد په غره کې پر جوړو شویو تاسیساتو بحث کړی دی.

دکتاب لیکوال لیکي: استاد سیاف دشمشاد سینه د وسلو د ساتلو لپاره څیرلې وه او هم یې په تاسیساتو کې دبدې ورځې لپاره پاخه برجونه او پناګاوې جوړې کړې وې. استاد سیاف ورته وسلې او تاسیسات د پکتیا په ځاځیو کې هم لرل خو دی پخپله دکندز په سپین زر شرکت کې یوازې او بېنوا پروت و. لیکوال وایي: د جلال اباد_ کابل پر لاره دپخوانیو پاټکیانو ۱۵۰ پوستې ما وشمېرلې، لار دومره کنډو کپرې شوې وه چې، د دوه ساعتونو مزل په اته ساعتونو اووښتې وو.

دلیکوال په باور: کله چې دډاکټر نجیب رژیم سقوط شو؛ د جلال اباد_کابل لویه لار دیوې امریکنۍ موسسې لخوا جوړه شوه، پر سړک څو اوسپنیزې لوحې چې دکار دتمویل کوونکي نوم او بیرغ پرې لیکل شوي وو؛ درول شوې وې. خو د سړک پر غاړه په لګېدلو اوسپنیزو لوحو ضرب❌وهل شوی و او ویل کېدل: چې دا کار داستاد سیاف په امر شوی دی، ځکه هغه به خپلو مجاهدینو ته ویل: کۀ امریکا او متحدین یې غواړي افغان ملت سره مرسته وکړي؛ دجنګي وسایلو، توپ او ټانګ مرسته دې وکړي، موږ ته دسړک د جوړولو پر ځای جنګ لومړیتوب لري او باید لومړی روان جنګ وګټو.

لیکوال کابل ته په سفر کې وړاندې کاږي:

درونټې په رسېدو سره مې دننګرهار پوهنتون پر یوې لیکل شوې لوحه سترګې ولګېدې، دهغه وخت تنظیمي شورا به هر شي کې داسلام ټکی ننویسته، پر لوحه لیکل شوي وو: ((دننګرهار اسلامي پوهنتون))

دلیکوال په قول: فکر به واخیستم چې دافغانستان په یوه مسلمانه محدوده جغرافیه کې غیر اسلامي پوهنتون جوړېدای شي!؟ کۀ ځواب نه وي؛ دوی ولې داسلام له نومه هر ځای غلطه ګټه اخلي او دین له عمل نه تر تیورۍ محدودوي.

لیکوال دکتاب په ۵۴ مخ کې “دسروبي مازیګری” نومې لیکې مقاله کې وایي:

دنغلو په فابریکه کې د بادشاه د ښکار او تفرېح لپاره یو ښکلی قصر جوړ شوی و، د چاراسیاب له سقوط وروسته کله چې حکمتیار صیب دلته دېره شو، نو د قصر هغه برخه چې د یوه طبیعي غره په بڼه جوړه شوې وه؛ ده ړنګه کړه او دلیل یې دا وښودل شو چې، دې غرییزې برخې قصر تنګ کړی و.

د نغلو فابریکې د ورکشاپونو وسایل، ماشینونه او هغه سامان الات چې د فابریکې جوړولو وروسته په ورکشاپونو کې ساتل شوي وو؛ ټول په ګیسي برمو وبجاړ او اوسپنې یې په پاکستان کې اوبه شوې.

لیکوال وړاندې لیکي: په سروبي کې د سنګي په نوم یو ډېر ښکلی جومات اباد و، دمسعود جنګي الوتکو په نښه کړ، بمبار یې کړ او جومات یې زره، زره کړ. خدایزه ولې یې د ذات له کور سره دښمني وه؟ دې کنډواله جومات له ټولو سره ددین د لویو داعیانو(!) په پېژندلو کې پوره مرسته وکړه او ددوی شوم نیتونه یې افغان ملت ته ور وښودل. لیکوال د کتاب په ۵۷ مخ کې لیکي:

په سروبي د ګڼو نورو پاټکیانو تر څنګ یو وحشي او له انسانیته پاک پاټک دزرداد کوچي و، ده په پاټک کې سپي ساتلي و او په لار له تېرېدونکو مسافرو به چې پیسې بود نه شوې؛ په عزت، مال او حیثیت یې صرفه نه کېدله، په سپیو به یې خوړل او د دوړې له خوراکه به یې ایسته.کابل کې دا وخت تنظمي جګړې په شدت روانې وې، دحزب اسلامي لښکرو کابل ته په داخلېدونکو څیزونو کلک بندیز لګولای و، یوازې دلوړ رتبه چارواکو مالونه به په جېټ الوتکو او ځمکي لارو تېرېدل او لېږدونکو تجارانو به ښې ډېرې پیسې پرې تر لاسه کولې.

دلیکوال په وینا: کله چې مولوي خالص دعربو او پاکستان د ځینو پوهانو سره دسولې  لپاره کابل ته راغلای و؛ دبېرته تګ پر مهال یې کاروان دزرداد کوچي په پاټک کې ایسار کړای شو، کۀ څه هم د مولوی جلال الدین حقاني ورور حاجي محمد ابراهیم او مولوي نظام الدین ورسره وو، خو بیا هم ددوی کاروان یو ساعت انتظار وکړ او د زرداد کوچي سره تر نتیجې وروسته چې هغه ورته ویلي و: (زه له حاجي دین محمد سره حساب لرم او زه یې په همدې پاټک سپینول غواړم.) کاروان دجلال اباد پر لور وخوځېده.

لیکوال وړاندې زیاتوي: دخرڅرخي پلېګون کې زموږ ډېر هېوادوال تر خاورو لاندې شوي وو، هډوکي یې واورو او بارانونو را برسېره کړي وو، هلته درېشۍ، جامې، عسکري بوټان، څپلۍ او نور پوښاک معلومېده، چې له خاورو راوتلي وو، د انسانانو ککرۍ او اسکلټونه هلته په ګڼ سمېر کې پراته وو؛ خو دجهاد او اسلامي انقلاب مدعیانو دومره هم نه وو کړي چې دلته ددغو شهیدانو په ارواوو یو یادګاري څلی او یا یو دېوال راوګرځوي چې، ددغه هډوکو حرمت وساتي.

لیکوال د حربي پوهنتون ودانۍ هم لیدلې چې کنډوکپره ده، دې ودانۍ کې اوس دمسعود قرارګاه وه، په ښار کې دده بېلابېلې معشوقې وې، چې په مخابرو سمبال وې او ده به لکه دجګړې اعلی سر قومندان چې له خپلو ځواکونو سره په رابطه کې وي؛ له خپلو معشوقو سره به په رازونیاز او معاشقه بوخت و.

لیکوال وړاندې وایي: د پلچرخي فابریکې تالا ترغه شوې، ماشینونه، کړکۍ او دروازې یې جهادي قومندانانو په خېټه ومنډلې او پر چاردېوالۍ کې یې پوستې جوړې کړې.

لیکوال وایي: چې څنکه دزړو مکریانو پر شا راتاوو شوم؛ پر دولتي مطبعه مې سترګې ولګېدې، ماشینونه او د طباعت برخه یې له بېخه ورانه شوې وه او هسې کنډواله پرته وه.

لیکوال په اوښلنو سترګو او په حیرت د خپل وطن سرنوشت ته ژاړي او وړاندې لیکي:

د احمد شاه مسعود د جنرالانو او قومندانانو به چې په کابل کې ښکلی کور، اپارتمان او د موقعیت له مخې مناسبه ځمکه ولیدله؛ د هغې د خپلولو هوس به یې توپاني شو، بیا به یې ددغه ځایونو دلاسته راوړلو لپاره نه په مرګ صرفه کوله او نه په ډارولو او دجعلي جګړې په اور بلولو. په دې ترتیب یې زیاتره د پارکونو او تاریخي یادګارونو ځمکې لاندې کړې، دهندوانو او سکانو کورونه او جایدادونه خو یې په ډېرې اسانۍ خپل کړل خو، په دې ټولو کې ډېره دردونکې پېښه د مکریانو دیوه کور د خپلولو لپاره د صالح محمد زېري دمېرمنې او تنکیو ماشومانو په ډېره بې رحمۍ او بې دردۍ وژل وو.

دغې مېرمنې له خپلو اولادونو سره له خپل وطن زړه نه شو صبرولای او په همدغه جذبه یې په خپل وطن سر کېښود.

کتاب ځای پر ځای له خورا بوږنووکو قیصو ډک دی خو زه دلیکنې د اوږدوالي په خاطر له نورو یادښتونو تېرېږم. دداسې یوې ورځې په هیله چې، احزاب مو د وطن دتجزیې او لوټم

دداسې یوې ورځې په هیله چې، احزاب مو د وطن دتجزیې او لوټمارۍ پر ځای پر ملي حاکمیت، ورورولۍ، سولې او ثبات کار وکړي او هېواد مو دداخلي کشالو نه دتل لپاره وباسي.

مروت درد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button