افغانستانخبرونه

د درقد ولسوالۍ د بیانیولو عملیات پیل شوي

د ځايي رسنیو له مخې د ملي اردو سرتېرو پرون د تخار درقد ولسوالۍ د بيرته نیولو عملیات پیل کړي دي. د تخار پولیسو د قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر رسنیو ته وویل چې د درقد ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره تېره شپه عملیات پیل او څو وارې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ سختې نښتي شوي دي. د ده په وینا تر دې دمه د ملي اردو ځواکونو د درقد ولسوالۍ اړوند څو کلي نیولي دي.

اسیر زیاته کړه چې په عملیاتو کېله ولس څخه د مرستي غوښتنه کوي. ده همدارنگه وویل که ولسي خلک له ملي اردو سره مرسته ونه‌کړي د ولسوالۍ بېرته نیول به ډېر تلفات ولري.تر دې دمه د جگړې د تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي. درقد له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button