افغانستان

د خواجه سبز پوش امنيه قوماندان وژل شوی

تېره شپه د فارياب د خواجه سبز پوش ولسوالۍ امنيه قوماندان له یوه بل پوليس سره په يوه بم چاودنه کې وژل شوی دی.

د خواجه سبز پوش ولسوال عبد الله معصومي پژواک سره خبرو کې د سمونمل سخي داد عثماني د وژل کېدو پخلی کړی او زیاته کړې يې ده، چې نوموړی پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو د بريد پر مهال وژل شوی دی.

نوموړي زياته کړې ده: «امنيه قوماندان غوښتل د يوې پوستې د عسکرو مرستې ته ځان ورسوي، چې په لاره کې ښخ شوي بم يې ټانک والوزاوه او دی په کې له يوه پوليس سره ووژل شول».

ولسوال پر پوستو د طالبانو بريدونو د څلور تنو طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی. طالبانو لا د يادې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button