خبرونه

د خواجه‌غار ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط کړی

خامه پرس او پژواک رسنیو خبر ورکړی چې د تخار ولایت د خواجه‌غار ولسوالۍ تېره شپه ناوخته د طالبانو په لاس سقوط کړی دی. د پژواک او طلوع نیوز رسنیو له مخې د ملي اردو سرتېرو د دې ولسوالۍ د بیا نیولو تابیا نیولې ده.

د تخار ولایت ویاند ثناالله تیموري له رسنیو سره دا خبره منلې چې د خواجه‌غار ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې دی. تیموري همدارنگه زیاته کړه چې د ملي اردو سرتېرو د بیا نیولو کوښښ پیل کړی دی. د خامه پرس د راپور له مخې له تېرې اوونۍ راهیسې طالبانو د کندز دوه مهمې ولسوالۍ خواجه‌غار او قلعه‌زال ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د خواجه‌غار د نیولو خبر ورکړی او همداراز زیاته کړې یې ده چې د ملي اردو سرتېرو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button