پاموړسلايډ

د خلافت تحريک / صفیه حلیم

د ۱۹۱۹ م نه تر ۱۹۲۲ م د هند ولس د برطانيې په ضد يو پاڅون وکړو چې تحريک خلافت نومېږي.
د نولسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د عربانو خاوره نيولو لپاره د يورپي ملکونو تر منځ سيالۍ زور وموندلو. ترکي د ۵۰۰ کالو راهيسې د اسلامي خلافت مرکز و چې ټوله عربي نړۍ يې په لاس کې وه. په ۱۸۹۷ م کې يونان د ترکي سره د بلقان جنګ پېل کړو او وروسته د يورپ نور ملکونه هم ورسره شامل شول. د ترکي خليفه عبد الحميد (ثاني) هلې ځلې وکړې چې د نړۍ مسلمانانو خپل ځان سره مله کړي. هغه جمال الدين افغان د خپل استاځي په توګه هند ته ورواستاو چې د نړۍ مسلمانان په يو پليټ فارم راټول کړي. خو هغه کاميابه نشو او آخر سلطان مجبور شو چې د ترکي واک خپل ورور سلطان محمد ته وسپاري.
په ۱۹۱۲ م کې د بلقان جنک ترکي وبايللو او ورسره د دې پوځي توان هم ختم شو. دوه کاله وروسته مصر او شمالي افريقه هم برطانيې او فرانسې ونيول.
په منځني ختيځ کې د تيلو لوی زيرمې موندل شوې وې او يورپ په دې ويره و چې که دا د ترکي لاس ته ورغلل نو يو ځلې بيا باقدرته شي. هم هغه وه چې برطانيې او فرانسې عربي مشرانو ته د ملګرتيا لاس وروغځوو.
مکه او مدينه هغه وخت هم د ترکي د حاکم (شريف) سره و. دغه سيمه د حجاز په نوم يادېده چې بېلا بېل قبيلې پکې لکه د کوچيانو اوسيدل. دغسې يوه قبيله د سعود په نوم هم وه چې د هغه مشرعبد العزيز ته برطانيې د پوځي مرسته ورکړه او ترکي نه يې جلا کړل. د پاريس په ورساي کې ۱۹۱۹ م کې يوه غونډه وشوه چې پکې عرب استاځي هم کيناستل او د حجاز سيمه يې پخپلو کې وويشله. په استنبول کې اروپاي پوځونه ورننوتل او د هند مسلمانان پرې هېښ شول. د پښتنو د رياست رامپور، دوه وروڼه مولانا محمد علی جوهر او شوکت علی د خلافت د ساتنې لپاره په ولس غږ وکړو. محمدعلی په کلوبانډو کې پخپلو تقريرونو خلک راهڅول چې د انګريز په سياست ځان خبر کړي.
په ۵ جولاي ۱۹۱۹ م کې آل انډيا خلافت کمېټي جوړه کړې شوه او په لږ وخت کې د هند په لويو صوبو کې د دې څانګې پرانستل شوې. مولانا جوهر په انګريزي ژبې کامريډ نومې اخبار د دې هدف لپاره چاپوو چې انګريز ته خپل غږ ورسوي.
په ۲۳ نومبر ۱۹۱۹ م د خلافت کمیټی لومړۍ غونډه ډېلي کې وشوه چې په دې کې د هرې صوبې نه د خلافت فعالين ورته ورغلل. د رنگون، بنگال، بہار، اتر پرديش، سندھ او سرحد نه د هر مسلک او دين خلکو پکې ګډون وکړو. مولانا جوهر او شوکت علی انګريزانو جيل کې واچول، نو سپين سرې مور يې بورقه په سر جلسو ته ورتله.
د هندوانو مشران هم د مسلمانانو سره ولاړ وو او ګاندهي دې شعار سره به تحريک کې ګډون کړې و چې دا د مسلمانانو ستونزه ده او تر څو دوی په ارام نه وي، هندوان هم په ارام نشي کيناستې. د دې تحريک غړو د انګريز د جوړ شويو شيانو بايکاټ هم پېل کړو.
په دسمبر ۱۹۱۹ء کې مولانا محمد علی و مولانا شوکت علی د قيد نه ورخوشې شول او دوی نيغ امرتسر کې يوې لوی غونډې ته ځان ورساو او خلکو ته يې وېنا وکړه.
د خلافت تحريک يو لوی هدف د اسلام سپېڅلې ځايونه مکه، مدينه او بيت المقدس د اروپايانو نه ژغورل و. د دې نه علاوه د ترکي د سرحدونو ساتنه وه چې هغه وخت تر ټولو لوی اسلامي ملک و. په مسلمانانو کې داسې انديښنه وه چې ترکي به ټوټې او د يورپ برخه شي.
د تحریک خلافت د ملاتړ لپاره د هند روڼ اندو علماو جمعیۃ العلماء هند په نوم يو ګوند جوړکړو. مولانا ابوالکلام آزاد، شیخ الہند مولانا محمود الحسن، سید سلیمان ندوی د دې مهم مشران وو. په عليګړهه کې حکیم اجمل خان، ذاکر حسين ( وروسته د هند صدر) فعاله وو او پنډت موتي لال د کانګرس نورو مشرانو سره د دې غورځنګ ملاتړ کوو.
په ۱۹۲۰ م کې د مولانا محمد علی جوهر په مشرۍ يوه استاځې ډله فرانس، اټلي او برطانيې ته لاړه چې دغه ملکونو ته خپله خواشيني څرګنده کړي. هغه وخت د پاريس سره نزدې په “سيو” کې يو تړون د عثماني ترکي د ويشلو په فيصله ټاپه ولګوله. د دې تړون تر مخه د اناطوليه لويه برخه يې يونان ته ورکړه. انګريزانو د شريف مکه سره لاسونه يو کړل او د سعود قبيلې عبد العزيز ته د سعودي عرب په نوم بېل ملک جوړ کړو.
په ۱۹ نومبر ۱۹۲۱ م د بنگال حکومت د کانگریس او خلافت ټولې ډلې غير قانوني اعلان کړې. په ټول هند کې په سياسي جلسو بنديز ولګيدو او د خلافت تحريک مشران يې زندان کې بند کړل.
په ۵ فروري ۱۹۲۲ م کې د اتر پرديش په يو کلي چورا چوري کې د خلافت تحريک د مظاهرې په وخت خلکو يوې تاڼې ته اور واچوو او ۲۲ پوليسان پکې مړه شول. ګاندهي په دې سخت په قهر شو او پخپل مخ سر يې د خلافت تحريک د ختمولو اعلان وکړو. د هند مسلمانان لا نور مايوسه او خلک په سياسي توګه دوو ډلو کې وويشل شول. مسلمانانو داسې فکر کوو چې هندوانو ورسره خيانت کړې و. دوی د خلافت تحريک لپاره چې څومره پېسه د خلکو نه راټوله کړې وه، هغه په ترکي کې د مصطفی کمال پاشا په نوم يو پوځي لاس ته ورغله. هغه دا پېسې د ملت پالو انقلاب ته ورکړې او په ۳ مارچ ۱۹۲۴ء کې د خلافت خاتمہ وشوه. پاشا په ترکي کې يو اروپاي ډوله حکومت بنسټ کيښودو او ترکانو ورته د اتاترک لقب ورکړو.
مولانا محمد علی جوهرپه ۱۹۲۱ م کې کراچي کې زنداني شو او دوه نيم کاله بند و.
دی په ۱۹۳۰ م کې لندن کې يو ګردي ميز کې ګډون لپاره ورغلو. هلته يې په وروستي ځل خپله وېنا وکړه او وې وئيل چې په يو غلام وطن کې د ژوند نه ښه ده چې زه په يو خپلواک ملک کې مړ شم. دی په ۴ جنوري ۱۹۳۱ م کې لندن کې مړ شو او د ده د وصيت سره سم په بيت المقدس کې يې خښ کړو.

د ليکوالې له بلاگ څخه

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button