خبرونهسلايډ

د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه لیک نن د حزب اسلامي د سیاسي څانگې د مشر غیرت بهیر او د ولسمشر امنیتي سلاکار حنیف اتمر له لوري لاسلیک شوه. د حزب اسلامي له لوري انجینیر محمد امین کریم د سولې د بهیر مشري کوله. انجینیر محمد امین کریم له افغان حکومت څخه مننه وکړه چې د سولې په پروسه کې یې له اخلاصه څخه کار واخیست او دغه بهیر یې سرته ورساوه. امین کریم کابل کې مېشت ټول سیاسي تنظیمونه خپل سیاسي رقیبان وبلل نه دښمنان. امین کریم زیاته کړه چې دوی په دې افتخار کوي چې د سولې په پروسه کې ښځو هم کډون کړی دی.

له امین کریم وروسته د ولسمشر امنیتي سلاکار حنیف اتمر هم له حزب اسلامي مننه وکړه چې د سولې لاره یې غوره کړه او زیاته یې کړه چې دا یوه سالمه سازش وو چې د ټول ملت په خیر دی. اتمر حزب اسلامي ته ډاډ ورکړ چې حکومت به خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي، اتمر دغه راز زیاته کړه چې حزب اسلامي باید له دې وروسته له هیڅ ترهگرې ډلې ملاتړ ونه کړي. اتمر د خپلو خبرو په پای کې پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د غونډې له پای دمخه د سولې د عالي شورا غړي مولوي عطاالله سلیم د سولې شورا له ټولو غړو مننه وکړه چې له حزب اسلامي سره د سولې په بهیر کې نه ستړې کېدونکي گامونه پورته کړل. سلیم دغه راز زیاته کړه چې دوی له حزب اسلامي سره په پنځویشت ماده‌يې مسودې هوکړه لیک کړی دی او دواړه لوري به دغه هوکړه لیک ته ژمن پاتې کېږي. د غونډې په پای کې غیرت بهیر د حزب اسلامي د سولې له استازو، د سولې له عالي شورا له غړو او د حکومت له مشرانو مننه وکړه او غونډه د افغانستان د علماو د شورا د مشر مولوي قیام الدین کشاف په دعا سره پای ته ورسېده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button