خبرونه

د حلب جگړې ۵۰ زره انسانان بې ځایه کړي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی دی چې د حلب د جگړې له پراخېدو سره ۵۰ زره انسانان بې ځایه شوي دي. د سره صلیب کمېټې زیاته کړې ده چې حلب کې بشري کړکېچ په ډېرې تېزۍ سره مخ پر وړاندې روان دی. د سره صلیب په وینا د حلب په ښار اوسهمال اوبه پرې شوي دي چې ورسره به د ډېرو انسانانو ژوند له گواښ سره مخ شي.

د سوریې حکومت د روسې د هوایي بمبار په مرسته کوښښ کوي چې حلب ښار یو وار بیا له مسلحو مخالفینو ونیسي. تر دې دمه د حلب له ښار څخه ۳۰ زره انسانانو د ترکیې پولو ته پناه وړې ده. د سوریې د جگړې له پیل راهیسې ۲.۵ میلیونه سوریانو ترکیې ته پناه وړې ده.

د سره صلیب کمېټې په وینا د سوریې حکومت د مسحلو مخالفینو د کمزوري کولو لپاره د حلب ښار ټولې لارې بندې کړې دي چې له کبله یې د ښار اوسېدونکي خوراکي موادو، درملني او اوبو ته لاسرسی نه لري.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button