افغانستانسلايډ

د حزب وتلی قومندان کشمیر خان مړ شو

د حزب اسلامي افغانستان نامتو قومندان الحاج کشمیر خان کنړی نن سهار مړ شو.
کشمیر خان د افغانستان په کنړ ولایت کې د حزب اسلامي ستر قومندان وو، پخواني جهاد کې د حزب اسلامي له مجاهدینو سره څنګ په څنګ ودرید او د وطن دفاع یې وکړه.
په کال ۲۰۰۱م کې چې کله امریکایانو په افغانستان حمله وکړه کشمير خان د امریکایانو په ضد د جهاد اعلان وکړ او تر نن یې په کنړ کې فعالیت روان دی.
حزب اسلامي افغانستان تر اوسه د کشمیر خان د مړینې تایید نه دی کړی، خو د کشمیر خان نږدې اوسیدونکو یې رسنیو ته د مړیني خبر ورکړی.
د کشمیر خان د مړینې لامل تر اوسه څرګند نه دی.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button