خبرونهسلايډ

د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې تړون به ژر لاسلیک شي

له دوو کلونو را په دیخوا د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ د سولې خبرې روانې دي چې له خورا ډېرو لوړو ژرو او په کابل کې د حکومت په دننه له مخالفتونو سره شوي دي.

تېره اوونۍ د حزب اسلامي مشرانو او د حکومتي چارواکو تر منځ د سولې د خبرو د بریالیتوبونو د کامیابو نتایجو د اعلان نېټه ټاکل شوې وه چې د حکومت له لوري له ځنډ سره مخ شوي وو.

د حزب اسلامي د استازو له ډلې څخه یو تن چې نوم یې رسنیو کې نه دی بربنډ شوی ویل شوي چې حزب اسلامي او حکومت به په دوه راتلونکو ورځو کې د سولې تړون لاسلیک کړي.

شننونکي بیا په دې ډېر نه دي ډاډمن چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو لورو تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي او پایله یې رسما د خلکو په وړاندې علان شي، ځکه دېته ورته ژمنې ډېرې شوي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button