خبرونهسلايډ

د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې ناکامه شوي

د حزب اسلامي ډاډمنه رسنۍ «شهادت وېبپاڼه» خبر خپور کړی چې د حزب اسلامي او ملي یووالي حکومت تر منځ د سولې خبرې اترې چې له تېرو څو میاشتو روانې وې ناکامه شوي دي.

تېره میاشت د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې پنځه‌ویشت ماده‌يي هوکړه لیک لاسلیک شو چې له هغې وروسته د حزب اسلامي پلاوي دغه هوکړه لیک د حزب اسلامي مشر انجینر حکمتیار ته د لاسلیک لپاره استولی وو.

د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته په رسنیو کې داسې گنگوسې خپرې شوې چې گواکي د حزب اسلامي مشر غواړي په هوکړه لیک کې څه نوې مادې اضافه کړي او دغه نوې مادې د ملي یووالي حکومت ته د منلو وړ نه وې.

خو د حزب اسلامي په رسمي وېپباڼه کې بیا د حقپال له لوري لیکل شوي لیکنه کې راغلي چې حزب اسلامي د سولې په هوکړه لیک کې کوم تغیر نه دی راوستی. لیکوال بیا د ملي یووالي حکومت په دې تورنوي چې گواکي دوی له حزب اسلامي غوښتي چې د سولې په هوکړه لیک کې څلور نور نوي شرطونه اضافه کړي.

لیکوال د لاندې شرطونو یادونه کړې:

لومړي: د افغان حکومت او امریکایانو تر منځ د شوي سترتیژیک تړون ټولې برخې باید ومنل شي؛

دوېيمه: له ملي یووالي حکومت څخه باید خپل ملاتړ اعلان کړي؛

درېيمه: د جان کيري د وېش منل او حکومت ته دې د خپلو غړو نوملړ ورکړي تر څو ولسمشر د اجرایيه ریس په خوښه دوی ته دندې ورکړي؛

څلورم: د ټاکنو سیستم او اداري چلند دې په خپل حال پاتې شي او که تغییر راځي نو حزب اسلامي یوازې د مشورې ورکولو حق لري او بس.

لیکوال د خپلې لیکنې په اوږدو کې د سولې د خبرو په ناکامۍ کې څو ځایه اجراييه ریاست پړ کړی او د ناکامېدو په تور یې تورن کړی دی. د لیکنې په پای کې لیکوال د کابل له شاوخوا سیمو خلکو غوښتنه کړې چې د سولییز لاریون له لارې دې د حکومت مشران دېته اړ کړي تر څو د سولې خبرې اترې ومني.

 

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button