افغانستانسلايډ

د حزب اسلامي استازي د مذاکراتو د نهايي کولو لپاره کابل ته رسېدلي

د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو پلاوی يو ځل بيا کابل ته رسېدلی، څو له ملي يووالي حکومت سره د سولې د خبرو اترو هوکړه ليک نهايي کړي. حکومت او حزب اسلامي تېرو ميشتو کې په دې اړه غونډې لرلې او څه موده وړاندې چې دا لړۍ سړه شوه، داسې گنگوسې راپورته شوې، چې گوندې د دواړو لوريو تر منځ خبرې ناکامې شوې. په دې لړ کې دواړو لوريو پر يو بل «له سولې د تېښتې» او د «نه منل کېدونکو غوښتونو» د درلودو تورونه هم پورې کړل.

خو د حزب اسلامي تازه اعلاميې څرگنده کړې ده چې د دوی د استازو يو پلاوی دمگړۍ کابل کې دی، څو حکومت سره د سولې د خبرو اترو د هوکړه ليک د لاسليک نېټه وټاکي. معلومه نه ده، چې دغه نېټه به وټاکل شي او که یو وار بيا به د تېر په څېر وځنډېږي.

د حزب اعلاميه څرگندوي، چې دغه هوکړه ليک پخوا لا نهايي شوی و، خو له دې امله چې دولت يو لړ ستونزې لرلې، لاسليک ځنډېدلی و. اوس هغه ستونزې اوارې شوې دي او دولت د حزب پلاوی ورغوښتی څو په گډه د هوکړه ليک د لاسليک وروستۍ نېټه وټاکي. خو ځينې د نظر خاوندان د حکومت له لوري د دې کار ځنډول او اوس بيا راپورته کول له دې امله بولي، چې نږدې راتلونکې کې د حکومت موده پای ته رسي او د دې مودې د غځولو لپاره د خلکو پام په ورته مسايلو بل پلو اړوي.

بل لور ته تر اوسه معلومه نه ده، چې حکومت او حزب په کومو ټکو هوکړه کړې ده. د دې خبرو له پيل راوروسته داسې راپورونه خپاره شول، چې حزب اسلامي له خپلو ځينو لويو شرطونو تېر شوی، چې په هغې کې يو هم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره ده.
حزب اسلامي ويلي چې دا مذاکرات يې ژر تر ژره د جگړې ختمولو او تلپاتې سولې په خاطر پيل کړي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button