خبرونهسلايډ

د حبیب الله کلکاني د خاورو سپارلو مراسم له گډوډئ سره مخ شوي

نن د حبیب الله کلکاني او د هغه د اوولس تنه نورو ملگرو جسدونه د عدلیې طب په مرسته د نادر خان له غونډۍ څخه راوېستل شوي او د کابل په عیدگا جومات کې یې سلگونو کسانو په گډون جنازه تر سره شوې. د حبیب الله کلکاني د جسد د خاورو سپارلو لپاره د شهر آرا غونډۍ کې قبرونه کېندل شوي وو او تمه کېده چې هلته خاورو ته وسپارل شي.

راپورونه زیاتوي چې دوستم ته وفادرې ډلې د حبیب الله کلکاني لپاره کېندل شوي قبرونه له منځه وړي او زیاته کړې یې ده چې ازبک قوم هیچا ته حق نه ورکوي چې شهر ارآ کې خپلي مړي خاورو ته وسپاري. د دوستم کسانو زیاته کړې چې د شهر ارآ غونډۍ او باغ د دې قوم نیکونو جوړه کړې او دوی نور څوک نه پرېږدي چې دلته خپل مړي خاورو ته وسپاري.

کنشکا ترکستاني د جنبش د گوند ویاند له پژواک خبري اژانس سره ویلي چې دوی چاته اجازه نه ورکوي چې خپل مړي په شهر ارآ غونډې کې خاورو ته وسپاري. ترکستاني زیاته کړې چې د حبیب الله کلکاني د خاورو سپارلو سره موږ کومه ستونزه نه لري او کوم بل ځای دې ورته وټاکل شي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button