افغانستان

د جلال اباد ښار مالوچو مارکيټ کې اور لگېدلی

د جلال اباد ښار تالاشي څلور لارې ته څېرمه د مالوچو په يو مارکيټ کې اور لگېدلی او د چاودنې له امله مارکيټ په مکمله توگه سوځېدلی دی.

عيني شاهدان وايي، چې پېښه کې دوه کرولا ډولي موټران له منځه تللي او يو تن په کې ټپي شوی هم دی.

د مالوچو مارکيټ دوکانداران وايي، چې پېښه د يوې گازډبې چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د ننگرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو سره په خپلو خبرو کې د پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې د اورلگېدو له امله پرېمانه مالي زيانونه اوښتي او د پېښې ځای ته د اور مړه کولو موټر رسېدلي دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button