خبرونهسلايډ

د تورخم له شخړې وروسته افغان سوداگر له منځنۍ اسیا اوړه واردوي

د تورخم له شخړې وروسته افغان سوداگرو پرېکړه کړې چې نور له منځنۍ اسیا څخه اوړه را وارد کړي. تېره میاشت د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو ځواکونو تر منځ د شخړې له کبله د تورخم دروازه د یوې اوونۍ لپاره تړل شوې وه چې له امله یې سوداگرو ته ډېر زیان اوښتی وو.

د سوداگرۍ او صنایعو چارو وزارت مرستیال مزمل شینواري په دې اړه له امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکې کې ویلي چې دا پرېکړه د افغانستان د حکومت له لوري نه ده بلکې دا د سوداگرو ځاني پرېکړه ده.

مزمل شینواري په خپلې مرکې کې زیاته کړې چې له پاکستان څخه د اوړو واردول دوه ستونزې لري. لومړۍ دا چې د تورخم له شخړې وروسته افغان سوداگر په پاکستان کې له گڼو ستونزو سره مخ دي او بله دا چې پاکستاني اوړه نسبت د ترکمنستان او قزاقستان اوړو ته یې لگښت ډېر دی نو افغان سوداگر مجبور دي چې اوړه له منځنۍ اسیا څخه را وارد کړي.

افغان حکومت غواړي چې د وارداتو لپاره له گڼو لارو گټه پورته کړي نه دا چې یوازې په یوه لار بسنه وکړي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button