خبرونهسلايډ

د ترکیې ښځينه پولیس اوس کولی شي چې اسلامي حجاب وکاروي

د ترکیې حکومت ښځينه پولیسو ته اجازه ورکړې چې په خپل کاري موده کې کولی شي چې له اسلامي حجاب څخه کار واخلي. دا لومړی ځل دی چې ترکیه کې پولیس کولی شي چې د خپلې خولۍ لاندې له اسلامي حجاب څخه کار واخلي.

دغه حجابونه باید د ترکیې د پوځ له نیفورم سره ورته والی ولري. د ترکیې واکمن گوند له کلونو راهیسې کوښښ کوي چې په ترکیه کې د ښځو پر حجاب باندې لگېدلي بندیزونه لري کړي.

د عدالت او پرمختگ گوند په ۲۰۱۰ کال د پوهنتون پر محصلاتو باندې د حجاب د بندیز قانون لغوه کړ او په ۲۰۱۳ کال کې يې ښځو ته اجازه ورکړه چې په حکومتي ادارو کې له حجاب سره ولاړې شي او په ۲۰۱۴ کال کې ښځې له حجاب سره لیسو ته د تللو اجازه ورکړه.

د عدالت او پرمختگ گوند پر چارواکو باندې د ترکیې سکیولر ډلې تور پورې کوي چې دوی د مصطفی کمال له لوري د اېښودل شوي سکیولرزم ريښې له منځه وړي. د واکمن گوند غړي او خواخوږي بیا وايي چې په ډېرو اروپايي هېوادونو کې هم ښځه کولی شي چې په گڼو اداراتو کې له حجاب څخه کار واخلي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button