خبرونهسلايډ

د ترکیې د ناکامې کودتا د هڅې دوه غبرگوني شهیدان

نیلاب شینواری

د ترکیې د ناکامې کودتا د هڅې له امله ډېری ترکانو خپل ورونه، بچیان او نږدې خپلوان له لاسه ورکړل او په دې بریالي شول چې د پوځي کودتا مخه ډپ کړي.

د دې قربانیانو له ډلې څخه دوه ورونه دي چې احمد او محمد نومېږي. دواړه له کودتا پنځويشت کاله پخوا غبرگ زېږیدلي وو، دواړه ورونو یوځای درسونه پیل کړي وو او له لیسې څخه یوځای فارغان شول.

د لیسې له فراغت وروسته دواړو وغوښتل چې د ترکیې په نظامي برخه کې دنده تر سره کړي نو د همدې لپاره دواړو د ترکیې د هوايي ځواک په اکیډمۍ کې داخله واخیسته.

دواړو احمد او محمد تېرکال یوځای ودونه وکړل، په اوومه میاشت د احمد مېرمنې حمل واخیست.

د تېر جمعې په شپه دواړه یوځای د هوايي ځواک په بمبارۍ کې شهیدان شول او کورنۍ یې د خپل بیلتون په درد وکړوله. د دواړو روح دې ښاد وي او کورنۍ ته دې خدای صبر ورکړي.

وخت به دا ښکاره کړي چې د دې ناکامې کودتا تر شا څومره دردونکې قربانۍ ورکړل شوي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button