سيمه او نړۍ

د ترکيې کودتاچيانو سره اسراييلي وسلې وموندل شوې

د ترکيې حکومت ويلي چې د هغو پوليسو په مرکز کې، چې د مشروع حکومت پر ضد يې د ناکامې کودتا هڅه وکړه، داسې وسلې موندلي دي چې يوازې اسراييلو کې جوړېږي او اسراييلي پوځ سره شته دي.

عربي ۲۱ رسنۍ د اناضول خبري آژانس په حواله ليکي چې ترکي حکومت د کودتا له هڅې وروسته مخالفينو سره اسراييلي وسلې نيولې دي او د دې معنا دا ده چې موازي حکومت يا د حکومت پر ضد کودتا کوونکو له اسراييلو هم مرسته ترلاسه کړې وه.

ياد راپور زياتوي چې نيول شوې وسله ټاوور نومېږي او په ۱۹۹۱م کال کې په اسراييلو کې جوړه شوې ده. دغه وسله په ۲۰۰۱م کال کې د اسراييلي پوځ د استعمال له پاره وړاندې شوې، خو تر اوسه بل هېڅ پوځ سره نه شته.

تر اوسه ترکي حکومت په ښکاره نه دي ويلي چې د کودتا په پلان کې اسراييلو هم لاس لاره، خو پخوا ويل شوي وو چې د کودتاچيانو مشر په اسراييلو کې دنده ترسره کړې ده.

لاندې د اناضول له لورې په ترکيه کې د موندل شويو اسراييلو وسلو ترسره شوې ويډيو ليدلای شئ:

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button