خبرونهسيمه او نړۍ

د ترهګريزو بريدونو له وېرې بلجيم کې د نوي کال نمانځغونډه لغوه شوه

د اروپايي هېواد بلجيم پلازمېنې برسلز کې د نوي کال په مناسبت جشن، اورلوبې او نورې رسمي غونډې د «ممکنه بريدونو» له وېرې لغوه شوي دي.
د بلجيم صدر اعظم چارلس ميچل ويلي، چې د جشن نمانځل يې د باوري معلوماتو له مخې لغوه کړي دي.
وړمه ورځ د بلجيم پوليسو د ترهگريزو بريدونو په تور برسلز کې دوه تنه نيولي وو.
د برسلز ښاروال رسنيو ته ويلي، چې دا پرېکړه يې کورنيو چارو وزارت سره له سلامشورې وروسته کړې ده.
ښاروال وايي، چې تېر کال د نوي کال په نمانځغونډه کې له سل زرو زياتو کسانو گډون کړی وو او دوی نه شي کولای، چې په دومره هجوم خلک تالاشي کړي.
د برسلز پوليس وايي، چې نيول شوي کسانو سره د عراق او شام جهادي ډلو نښې نښانې موندل شوي دي.
تېره مياشت پاريس کې له خونړيو بريدونو وروسته د بلجيم پوليسو د هېواد په گڼو سيمو کې چاپې وهلې وې او لسگونو کسان يې د پاريس بريدونو په تور نيولي دي.
پاريس کې له بريدونو وروسته بلجيم کې هم د ورته بريدونو وړاندوينه شوې وه او له همدې امله د برسلز ښوونځي، پوهنتونونه، ميټرو، اورگاډي او يو شمېر نورې ادارې تړل شوې وې.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button