روغتيا

د بې خوبۍ خطرناکې اغېزې

بې خوبي د انسان پر روغتیا ډېر ژر خپلې اغېزې ښکاره کوي. ډېری خلک د ډېرو کارونو له امله شپې ناوخته ویده کېږي. که چېرې دوی د بې خوبۍ په اغېزو پوه شي، نو د خپلې روغتیا د ساتلو لپاره خپل کارونه په وخت سرته ورسوي. په عمومي ډول بې خوبي د انسان د وجود په ټولو برخو ناوړه اغېزې لري او د وخت په تېرېدو سره انسان له ډېرو ستونزو سره مخ کوي. تر ټولو مهم يې دا دی چې د انسان د کار کیفیت راکموي. تل به ستړی وي، کار ته به زړه نه ښه کوي، د وخت په تېرېدو سره بیا انسان د دې ناروغۍ مخنیوی نشي کولای.

دلته موږ یوازې لس ناوړه اغېزې په گوته کوو چې لوستونکي وکولای شي خپل د خوب‌ وخت منظم کړي او له لاندې ناروغیو څخه ځان وژغوري:

  1. په اوږدمهاله ډول بې خوبي مو د زړه په ناروغیو اخته کوي. انسان چې بې خوبه شي، زړه يې له امله خپل منظم خوځښت له لاسه ورکوي؛
  2. لږ خوب مو د عصابو له ناروغۍ سره مخ کوي. که چېرې د اوږدې مودې لپاره انسان لږ خوب وکړي نو لنډمهاله حافظه يې کمزورې کېږي؛
  3. لږ خوب مو زغم له‌منځه وړي، تل به ستړي وئ، په نه ‌شي به زورېږئ، حساس به وئ، بد‌خلقه به وئ، په لږ شي به خپل کنټرول له لاسه ورکوئ.
  4. په نړۍ کې د ترافیکي پېښو تر ټولو ډېر مهم لامل بې خوبي ده؛
  5. کله چې انسان بې خوبه وي نو حافظه يي تمرکز له لاسه ورکوي، چې له دې سره د انسان د ذهن د نوښتونو برخه کمزورې کېږي او د ستونزو په وخت کې خپل کنټرول له لاسه ورکوي؛
  6. ورو ورو مو ذهن کې وهمونه پیدا کېږي؛
  7. د بې خوبۍ له امله مو د بدن دفاعي برخه کمزورې کېږي، د ډېرو ناروغیو لامل به بې خوبي وي، خو موږ به د ناروغۍ په لامل نه پوهېږو.
  8. کله چې انسان بې خوبه وي نو ذهن يې تشویشي کېږي چې له امله يې خپل ورځنی کار په ښه ډول نشي سرته رسولی. دا ستونزه د موټر چلولو او یا کوم بل حساس کار په وخت کې انسان له خطرناکو پېښو سره مخ کوي؛
  9. بې خوبې د انسان د وینې فشار لوړ ساتي، که چېري انسانان په لوړ فشار روږدی وي نو هغوی له ډېر خطر سره مخ کوي؛
  10. بې خوبې انسان د شکر په ناروغۍ اخته کوي.
Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button