خبرونهسلايډ

د بې‌پیلوټه الوتکي په برید کې د امنیتي ځواکونو ۲۳ سرتېري وژل شوي

د هلمند په وروستیو جگړو کې طالبانو د افغان ملي اردو ۱۷ سرتېري او ۶ پولیسان اسیران نیولي وو چې تېره ورځ د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکو په برید کې ټول وژل شوي دي.

دغه سرتېري د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو په یوه زندان کې ساتل کېدل. په وژل شوو کسانو کې ۱۷ تنه د ملي اردو سرتېري، ۶ تنه د ملي پولیسو غړي او د زندان د ساتونکي په شمول یو ماشوم هم وژل شوی دی.

د طالبان ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې طالبانو په پام کې لرله چې په جگړې کې نیول شوي سرتېري نن د جمعې په ورځ ازاد کړي. احمدي زیاته کړه چې طالبانو د دوی له کورنیو سره اړیکې نیولې وې چې د جمعې په ورځ راشي او د ضمانت له ترلاسه کولو وروسته اسیران ازاد کړي چې ناڅاپه تېر مازیگر د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې ټول ووژل شول.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button