روغتياسلايډ

د بورې زیات استعمال مو د زړه په ناروغیو اخته کوي

د روغتیايي څیړنو پر بنسټ د روغتیا په برخه کې کوچنۍ نه پاملرنه او یا یوازې خوند په پام کې نیول انسان په وژوونکو ناروغیو اخته کولی شي.

وروستیو روغتیايي څیړنو ثابته کړې چې د خواږه خواړه خوړلو عادت د انسان زړه په زیات شمیر ناروغیو اخته کولی شي. دغه ستونزه بیا په ښځو کې د نارینه په پرتله ډیره وي.
که څه هم د زړه ناروغۍ د ايډز یا سرطان په څیر وژوونکې ناروغي نه ده او د دغو ناروغیو په څیر ځانګړې پاملرنه ورته نه کیږي خو بیا هم هر کال په نړۍ کې زیات شمیر انسانان د مرګ په خوب ویده کوي.
یوې نوې څیړنې چې پر موږکانو ترسره شوې کې ثابته شوې چې زیاته بوره لروونکي خواړه خوړل او استعمال يي د زړه د حملې او نورو ناروغیو لامل ګرځي چې خطر يي د غوړ له استعمال څخه هم زیات دی.
یوې پخوانۍ څیړنې هم ثابته کړې وه چې د بورې زیات استعمال او په کلنۍ ډول د زړه ناروغیو له امله د مړو په شمیر کې ډیره ژوره اړیکه لیدل کیږي. 
په دغې څیړنې کې ثابته شوې چې هغه کسان کوم چې خپل د ورځنۍ ژوند د کالورۍ ۱۷-۲۱ سلنه له بورې څخه پوره کوي په هغوي کې د زړه د ناروغیو له امله د مړینې خطر ۳۸ سلنه زیاتیږي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button