افغانستان

د بهسودو د پېښې تورن په مرگ محکوم شو

د ننگرهار يوې ابتداييه محکمې هغه کس په مرگ محکوم کړی دی، چې د بهسودو ولسوالۍ د يوې پېښې په تور کې نيول شوی دی. دغه تن وروسته له هغه د ملي امنيت له لوري ونيول شو، چې په قلعه ميرزا سيمه کې د يوې کورنۍ اته تنه غړي لومړی مسموم او بيا په ډزو ووژل شول، ملي امنيت عمراخان خان نامه دغه کس د وژل شوي يوسف ناسکه وراره اعلان کړ او قضايي ارگانونو ته يې وسپاره.

‍د ننگرهار استيناف محکمې نن غرمه د تورن تن علني محاکمه وکړه او هغه يې په مرگ محکوم کړ. د بهسودو د ابتداييه محکمې رييس نېک محمد زاهد نوموړی مجرم اعلان کړ او د يوې کورنۍ د اتو تنو د قتل له امله يې په اشد مجازات يا اعدام محکوم کړ. خو د محکمې رييس وايي، دا پرېکړه د ابتداييه محکمې ده او محکوم د استيناف غوښتو حق لري.

خو بل لور ته عمراخان په دې وژنه کې لاس لرل ردوي او وايي، پخوا يې د امنيتي ځواکونو تر فشار لاندې په جرم اعتراف کړی و. ننگرهار ولايت مقام د هغه له نيولو څه وخت وروسته يوه وېډيو خپره کړه، چې په کې تورن تن د پېښې پړه منلې وه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button