افغانستانخبرونه

د بهرنیانو پر مېلمستون د برید وروستي جزییات

د کابل پولیس وايي چې د بهرنیانو پر مېلمستون برید اته کسان وژلي او نهه ملکیان ټپیان شوي. د کابل د پولیسو ویاند له خولې، داسې ښکاري چې په وژلو شوو کې دوه بهرنیان هم شته چې د اسپانیې اتباع دي. بصیر مجاهد وايي: «لومړی موټربم چاودنه شوې، بیا درې برید کوونکي د اسپانیا سفارت ته نژدې د بهرنیانو یوه مېلمستون ته ننوتلي او مېلمستون هم د دوی دی. په برید کې د امنیه قومندانۍ پنځه پرسونل او یو برقي، چې ولسي وګړی دی، وژل شوي». طالبان د بریدګرو شمېر درې تنه ښيي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد له پېښې وروسته مسوولیت منلی. طالبان د پېښې تلفات «له شلو ډېر» ښيي.

طالبان داسې مهال د کندهار له هوايي ډګر وروسته په کابل کې د بهرنیانو مېلمستون په نښه کوي، چې افغان ولسمشر تازه له اسلام اباد څخه «هیله من» راستون شوی. ولسمشر په کابل کې هیله مندي ښکاره کړې چې ښايي تر دوو اوونیو پورې له طالبانو سره د سولې اړوند خبرې پیل شي.

 

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button