افغانستانخبرونهسلايډ

د بشارالاسد د مخالفینو پیغام افغان دولت ته

افغان دولت د اسد د مخالفینو رالېږل شوي لیک پخلی کړی. یو لوړ پوړی دولتي چارواکی وایي د اسد مخالفینو، افغان دولت ته لیک را لېږلی، خو دا یې و نه ویل چې په دغه لیک کې څه لیکل شوي.

په کابل کې د یک تلویزون وایي چې د اسد مخالفینو له افغان دولت نه غوښتي چې د خپلو وګړو مخه دې ونیسي. په دغه لیک کې راغلي چې تر ۸۰۰۰ پورې افغانان د ایران لخوا دسورې جنګ ته لېږل شوي. د سورې د ايتلاف مشر هیتم المالح وايي له ۲۰۱۲ کال را په دې خوا افغانان د مذهب په نوم سوریې ته د جنګ لپاره لېږل کېږي. هغه زیاتوي چې افغانان په جنګ کې د سورې عام ولس په ډېرې بې رحمۍ وژنې.

د بهرنیو وزارت ویاند شکیب مستغنی وايي په ایران کې مېشت مهاجردیته اړ کېږی چې سوریه کې وجنګیږي، نوموړی زیاتوي افغان دولت په دیپلوماتیکو لارو چارو په جدیت سره د دغسې کړنومخنوی کوي.

د ایران مذهبي مشرانو د هغو افغانانو کورنیو سره لیدلي چې په سوریه کې وژل شوي، د هغو ستاینه یې کړې او د هغو جنګېدل د اهلبیت نه دفاع بولي. دایران بهرنیو چارو وزارت بیا دغسې راپورونه تل بې بنسټه ګڼلي، خو یوځل د ایران لوړ پوړو چارواکو ویلې وه، د دینې مقدساتو د خوندیتوب لپاره یي ځينې افغانان سورې ته لېږلي.

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button