پاموړ

د بریا راز په څه کې دی؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي/

بشري، اعتقادي او مذهبي موندنو ثابته کړې، چې انسان یو څو بعدي موجود دی، له هغو مهم اړخ یې یو “روح” او بل ” تفکر” دی. په مادي ژوند کې د لمس وړ اړخ د انسان جسم دی. په حقیقت کې موږ په نړۍ کې له مادي قوانینو سره د همغږۍ په موخه په یوه مادي وجود کې ژوند کوو، خو په اصل کې زموږ پیدایښت تر دې هر څه لوړ دی. ولې ځیني انسانان، سره له دې چې لوړ فکري قدرت لري، بیا هم په دې اند دي چې د انسان ژوند او ټول کړه وړه مخکې له مخکې ټاکل شوي او د انسان لاسوهنه په کې کوم خاص ارزښت نه لري. دوی پر دې فکر نه کوي چې که خبره همداسې وي، نو بیا د انسانانو او نور ژوندیو موجوداتو تر منځ توپیر په څه کې دی؟

دغه ډله کسان د دې پر ځای چې خپل فکر په کار واچوي ځان تقدیر ته سپاري؟ ځواب یې اسان دی؛ ځکه دغه کسان په خپل دغه کار سره ځان له مسوولیته خلاصوي، نو ښه ده چې پوه شو، زموږ افکار تل په جریان کې دي او دغه جریان خپله د جذب قانون رامنځته کوي. نو ولې بیا ځان په ناخبره ډول دغه جریان ته وسپارو، په داسې حال کې چې موږ پخپله کولی شو د ټولو مفکورو کنټرول په لاس کې واخلو. که دې باور ته ورسېدو، د تفکر نطفه مو په حقیقي نړۍ کې ځای نیسي. د دغه جریان پر وړاندې باید خپل ځان مسوول وګڼو خو د ډېری انسانانو لپاره دا جمله ویل چې: “د ژوند د لوبولو اصلي لوبغاړی زه یم.” ډېره سخته ده.

زموږ ټول ژوند د یوه فلم سناریو ته ورته دی، چې موږ د هغه لیکونکي یو او یوازې موږ کولای شو د دغه فلم اتلان وو. دا موضوع موږ د ټولو افکارو، رفتارونو او احساساتو پر وړاندې مسوول کوي، په داسې حال کې چې انسان تل د نورو پر ځای ښه لوبېدلی شي، غواړي تل هر چا ته د انتقاد ګوته ونیسي او هغوی متهم کړي، چې همدا ټکی د دوی د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي. ډېری انسانان هڅه کوي چې خپل ځان بې ګناه ثابت کړي؛ ځکه د نورو رټل او ملامتول د ځان تر رټلو او ملامتولو ورته اسانه ښکاري.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button