سلايډسيمه او نړۍ

د بريا په لټه ناکامه جگړه

يوې برتانوي ورځپاڼې پر عراق د امريکايي بريدونو او جگړې په اړه يوه څېړنيزه مقاله خپره کړې او ۱۹۹۱م کې يې پر عراق د امريکا بريد د لويې او پر ټوله نړۍ د امريکايي زبرځواکۍ د خوب ليدل بللي دي.

ډيلي ټيليگراف وايي، چې مشر بوش د دې لپاره پر عراق بريد وکړ، چې لوي بريا او نړيواله فتحه تر لاسه کړي، مگر د ۲۵ کالو په تېرېدو اوس دا خبره روښانه شوه، چې د امريکا خوب يوازې يو خيال و، چې سرچپه تعبير شو.

دغې ورځپاڼې د۱۹۹۱د جنوري شپاړسمې هغې شپې ته اشاره کړې، چې پرمختللي امريکايي توغندي پر بغداد وتوغول شول او عراقي ځواکونه يې له کويت شا تگ ته اړ کړل.

د ورځپاڼې په وينا د امريکا پرمختللي توغندي د دې لامل شول، چې کويت د عراق له اشغاله خلاص کړي او هغه مهال امريکا په منځني ختيځ او نړۍ کې د سترې فتحې خوبونه ليدل، مگر ۲۵ کاله وروسته دا هر څه سرچپه شول.

د دې پر ځای، چې دا د جگړه د پرمختللو وسلو پر مټ بې ساري جگړه بلل شوې وای، مگر پنځه ويشت کاله وروسته هم خلک وايي، چې دا د دوو هېوادونو عادي جگړه وه او د امريکا خوبونه د نړۍ د نيولو او فتحې لپاره وو.

ورځپاڼې ليکلي، چې د عراق او امريکا څلوېښت ورځنۍ جگړې کې يو امريکايي پوځي هم د دښمن په ډزو نه دی وژل شوی.

« د همدې حقيقت په نظر کې نيولو سره د غرب ټولو مخالفينو کېدای شي دې خبرې ته پام شوی و، چې له اسامه بن لادن نيولې، تر طالبانو، روسي ولسمشر ويلايديميرپوتين او چينايي مشرانو ټولو د امريکا د کمزورۍ ټکو ته پام کړی وي.»

د ورځپاڼې په وينا له تېر خليجي جگړې وروسته به د امريکا ټولو دښمنانو دا عبرت اخيستی وي، چې امريکا سره بايد هېڅکله مخاخ او رواجي جگړه ونه شي، ځکه که ستا او د امريکا پوځ مخامخ جگړه کوي، نو گټه به يې د امريکا وي.

ډيلي ټيليگراف ليکلي، چې د امريکا دښمنان د جگړې لپاره نوې لارې چارې او وسايل سنجوي؛ پوتين يې ښه مثال دی، چې د جگړو د پرمختگ لپاره يې ډېر څه وکړل او اوس کولای شي، چې په يو وخت رواجي، غير نظامي او بريښنايي جگړه پر مخ بوځي، لکه اوکراين کې يې، چې وکړه.

د چين په اړه يادې ورځپاڼې ليکلي، چې د امريکا دفاعي ځواک کې يې د کمزورۍ ځای په نښه کړی او پوهېږي، چې څه وخت او څنگه يې د خپلو گټو لپاره وکاروي او چين د خپلو موخو لپاره کولای شي، چې د امريکا مصنوعي سپوږمکۍ راوغورځوي او يا پر امريکا د بريښنايي وسلو بريد وکړي.

پاتې شوه د غربي چارواکو او ورځپاڼو په وينا د مسلمانو ترهگرو موخې او جگړې، نو د ستراتيژيکو څېړونکو ادارې وايي، چې دوی تر ټولو زيات گوريلايي جگړې او غلچکي بريدونه کوي.

ډيلي ټيليگراف پر افغانستان د امريکا د بريد لومړيو وختونو ته په اشارې ليکلي، چې ۲۰۰۱م کې امريکا پر افغانستان بريد وکړ، هغه مهال طالبانو پرېکړه وکړه، چې په رواجي جگړو د پلازمېنې کابل ژغورنه ناشونې او بې گټې ده او د دوی لپاره د صدام حسين پوځيانو له لوري د کويت دفاع ښه مثال و.

د ورځپاڼې په وينا له همدې امله طالبانو د غرونو لمنو ته پنا يووړه او له هغه ځايه يې د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت پر ضد خپل فعاليت او غلچکي بريدونه پيل کړل.

ډيلي ټيليگراف ليکلي، چې د طالبانو د جگړو او بريدونو موخه يوازې د امريکا ماتې نه وه، بلکې تر ټولو ستره موخه او هدف يې دا و، چې نړۍ کې د امريکا زور اوبه کړي، چې امريکا په خپله ديموکراسۍ او قوت ډېره «نازېده» او راتلونکي وخت کې د اوږدمهالې جگړې توان له لاسه ورکړي.

ورځپاڼه زياتوي، چې راتلونکي وخت کې امريکا دې ته اړتيا لري، چې خپل پوځ د غلچکي بريدونو پر وړاندې وروځي او خپل هغه دښمن څنګه وځپي، چې له نظامي زده‌کړو پرته له امريکايي ځواکونو سره جگړې کوي.

د مقالې په پای کې راغلي، چې د تېرو پنځه ويشتو کالو جگړه‌ييزو حالاتو پايله دا

راوځي، چې

امريکا هېڅکله په مکمله توگه کومه جگړه نه ده گټلې او که يې يو ډگر گټلی وي، دښمن يې له بلې لارې پرې را تاو شوی دی.

سرچينه: ډيلي ټيليگراف لندن

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button