افغانستان

د بدخشان يمګان ولسوالۍ د حکومت له واکه ووته

د بدخشان يمګان ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهيسې محاصره وه او طالبانو رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د دې ولسوالۍ د نيولو اعلان وکړ.
د بدخشان امنيتي سرچينې په دې اړه له څرګندونو ډډه کوي، خو مني چې ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهيسې محاصره ده.
د طالبانو ويندوی ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يمګان ولسوالۍ مرکز او ټولې پوستې يې نيولي دي.
د بدخشان امنيتي مسوولين په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي، مګر د بدخشان د ولايتي شورا رييس عبدالله ناجي رسنيو ته وويل، چې ولسوالۍ له تېرو څو ورځو د طالبانو له خوا محاصره ده او که سقوط يې هم نه وي کړی او حالت همداسې وي، نو طالبان به يې ډېر ژر ونيسي.
دواړو لوريو ته د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button