افغانستان

د بدخشان تگاب ولسوالۍ د طالبانو له ولکې وويستل شوه

حکومتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د بدخشان تگاب ولسوالۍ له طالبانو نيولې ده. د بدخشان چارواکو د دې خبر پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې په عملياتو کې يو شمېر وسله وال هم وژل شوي دي.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن رسنيو ته ويلي، د ولسوالۍ د نيولو لپاره دوه ورځې وړاندې عمليات پيل شوي و، چې تېره شپه دغه ولسوالۍ د طالبانو له ولکې ووته.

چارواکي وايي، طالبان د ولسوالۍ له نيول کېدو وروسته د يمگان، کشم او راغستان ولسواليو په لور تللي دي.

وسله والو د روان کال له پيله بدخشان کې گڼې ولسوالۍ له حکومته نيولې وې، چې حکومت يې پر ضد بيا بيا عمليات وکړل، خو ونه توانېد، چې طالبان په بشپړ ډول له ولسواليو وباسي. د بدخشان وردوج ولسوالۍ اوس هم د طالبانو د فعاليت مرکز دی.

د بدخشان چارواکي وایي، د يخنۍ په ډېرېدو به عملياتو ته زور ورکړي څو ولسوالۍ او سيمې له طالبانو پاکې کړي.

طالبانو لا د تگاب په اړه د چارواکو د څرګندونو په رد يا تاييد کې څه نه دي ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button