خبرونهسلايډ

د بخش اباد د بند رغولو تړون لاسلیک شو

 

نن په ارگ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر اشرف غني په حضور کې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له یوې ایټالوي شرکت «هایدرو ارک» سره د فراه د بخش اباد د بند رغولو تړون لاسلیک کړ.

د اوبو او برېښنا وزیر زیاته کړه چې په دې بند به شاوخوا څلورنیم ملیونه ډالره لگښت راشي او دا لگښت به دولت له خپلې بودیجې ورکوي. وزیر همداراز زیاته کړه چې د بخش اباد د بند جوړولو تړون له پاکستان سره په ۱۳۹۲ کال کې شوی وو چې د کار د ورووالي له کبله دغه تړون بیا فسخه شو.

د بخش اباد بند د ۲۷ میگاواټه برېښنا ورکولو او ۱۰۴ زره هکتاره ځمکې خړوبولوي توانايي لري. د بخش اباد د بند کاسه یو ملیارد او درې سوه متر مکعب اوبو د زخیره کولو ظرفیت لري.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button