افغانستانسلايډ

د اوباما پر پرېکړه د کرزي غبرگون: «جگړه د حل لار نه ده»

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په اړه د امريکايي ولسمشر پر وروستۍ پرېکړه په غبرگون کې ويلي، چې جگړه ستونزه نه شي اوارولی او د سولې له لارې بايد حل شي.

بارک اوباما څو ورځې وړاندې د يوې پرېکړې له لارې افغانستان کې د هوايي بريدونو په تړاو د امريکايي ځواکونو صلاحيتونه ډېر کړل، خو د افغانستان دننه او بهر گڼو سياستوالو د هغه دغه پرېکړه ناسمه وبلله.

پخواني ولمسشر ښاغلي کرزي پر دې پرېکړه په نيوکه کې وويل: «د امريکايي ځواکونو د واک په ډېرېدو به هيواد کې سوله ټينگه نه شي، په تېرو څوارلس کلونو کې چې د جگړې له لارې سوله رانغله، له دې وروسته به څنگه راشي».

نوموړي زياته کړه: «امريکا بايد افغانستان کې خپل نظامي ماموريت محدود او د افغان ځواکونو ملاتړ او پر پاکستان فشار زيات کړي، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي». خو بل لور ته ډېری سياستوال په دې اند دي، چې پاکستان نه شي کولای طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر کړي، خپله پاکستاني چارواکو هم دا منلې ده.

حامد کرزی دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د بارک اوباما د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا يې د مخالفينو په ځپلو کې اغېزمن گام بللی دی.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button