افغانستانسلايډ

«د اوباما وروستۍ پرېکړه به د بې گناه افغانانو مرگ ژوبله زياته کړي»

يوه لوړپوړي امريکايي ډيپلوماټ د امريکايي ولسمشر بارک اوباما د وروستۍ پرېکړې په غبرگون کې ويلي، چې دغه پرېکړه به د بې گناه افغانانو مرگ ژوبله ډېره کړي. اوباما څو ورځې وړاندې پرېکړه وکړه، چې افغانستان کې د طالبانو پر ضد هوايي بريدونو کې د امريکايي ځواکونو ملاتړ زياتوي او په دغو بريدونو کې به ډېروالی راشي.

خو افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو پخواني لوړپوړي ډيپلوماټ مېتيو هو د امريکايي ځواکونو د صلاحيتونو د ډېرولو په اړه د بارک اوباما وروستۍ پرېکړه ستره تېروتنه بللې او دا يې د ملکي افغانانو ژوند ته ستر گواښ بللی.

ښاغلي مېتيو هو په ۲۰۰۹ز کې افغانستان کې د جگړې د دوام په غبرگون کې خپله دنده خوشې کړه.

نوموړی وايي، جگړو په ۲۰۱۵ز کې افغانستان کې له درې نيمو زرو ډېر بې گناه افغانان ووژل او له اوو زرو ډېر نور يې ټپيان کړل، خو په روان کال کې د امريکايي ځواکونو د صلاحيتونو له ډېرېدو سره به دا کچه نوره هم لوړه شي. سره له دې چې د بارک اوباما نوې پرېکړه لا پلي شوې نه ده، خو افغانستان کې د امريکايي ډرون الوتکو او هوايي ځواک په بريدونو کې د پاموړ ډېروالی راغلی، چې د هيواد اوسېدونکي يې سخت اندېښمن کړي دي.

ياد امريکايي ډيپلوماټ ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د جگړې په پای ته رسولو کې ناکام بللی او په وينا يې نوموړی هڅه کوي، دا پړه پر راتلونکي امريکايي ولسمشر ور واچوی، چې د هغه په اند دا يوه ستره تېروتنه ده.

د نړيوالو راپورونو پر اساس پر افغانستان د امريکا د برید له پيله دې هيواد کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريدونو تر ټولو ډېر قربانيان ولسي وگړي دي، خو له دې سره سره امريکا دغه بريدونو د خپلو مخالفينو په ځپلو کې اغېزمن بولي او تازه يې د ډېرولو پرېکړه کړې ده.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button