د پرون کیسهسلايډ

د اوباما ارویايي ټیم وښویېده

اولسم څپرکی:

کای ایډه – په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړن: سمیع الله ایلم

د ۲۰۰۸ز په نومبر کې، اوباما د امریکا ولسمشر وټاکل شو. نوموړی د امریکا په تاریخ کې لومړنی افریقایي دی، چې د امریکا ولسمشر شو. د نوموړي ټاکنې ته نړۍ په ښه سترګه کتل، اوباما د عراق په برید کلکې نیوکې کولې او افغانستان یې د خپلې بهرنۍ تګلارې په لومړیتوب کې ځای پر ځای کړ، د امریکا تګلارې اوس بیا کتنې ته اړتیا درلوده. د ۲۰۰۹ز د جنورۍ پر ۱۰مه، د اباما د لوړې څخه یوه اونۍ وړاندې نوی ټاکل شوی مرستیال ولسمشر سناتور جوزیف بایډین، چې د مشر جمهوري غوښتونکی سناتور لینډسي ګراهام لخوا بدرګه کېده کابل ته راغی، وړاندې له دې، چې له ولسمشر کرزي سره وګوري دوی اوومې ماڼۍ ته، چې زما استوګنځای و راغلل. په یوناما کې موږ پریکړه کړې وه، چې نوې ادارې ته د نوې ستراتیژۍ جوړولو پر مهال خپل وړاندیزونه ورکړل. موږ له دوی یو ځل بیا هیله وکړه، چې د نړیوالو ځواکونو د شتون او د هغوي د چلند په اړه دې بیا خبرې اترې وشي. موږ همدا راز د اوباما له ادارې وغوښتل، چې د امریکا پرمختیایي تګلار دې یو ځل بیا وکتل شي او دوی ته مو د مرستو د لا ډېر اغزمنتیا په موخه ځینې مشورې ورکړې. بایډن ډېر صمیمي و او لېوالتیا یې لرله، چې غوږ شي ځکه دوی تر اوسه دندې نه وې پیل کړې او غوښتل یې، چې هر څه واوري. هماغه و، چې نوموړي داسې څه وړاندې نه کړل، چې د ده نظر وبلل شي. له کرزي سره د دوی لیدنه چندانې په زړه پورې نه وه. د دوی او کرزي ترمنځ، چې په ناسته کې څه ویل شوې وو ډیر ژر د سیاستوالو او ډیپلوماتانو خولو ته ورسیدل. بایډن کرزي ته مخامخ او سپين ویلي و، چې د افغانستان په پرتله، پاکستان هغوی ته پنځوس ځل مهم دی. بایډن دا هم ویلي و چې القاعده ورته له طالبانو ډیره مهمه ده. کرزي یو ځل بیا د نړیوالو ځواکونو لخوا د ملکي تلفاتو په اړه نیوکه وکړه. داسې ښکاریده، چې دواړو خواوو تېری کړې وې. ( د اوباما د جګړې) د کتاب لیکوال باب ووډ وارډ د معلوماتو له مخې دواړو سناتورانو د خپلو کړو په اړه خوښ وو. دواړو امریکایي  سناتورانو کرزي ته تونده لهجه کارولې وه او ګوتڅنډه یې کړې وه، چې د اوباما د ادارې اړیکې به له ده سره هومره نرمې نه وي لکه څومره، چې د بوش د هغې وې. د بایډن خبرو د افغان مشرانو ترمنځ د خطر زنګ وکړنګاوه او د کرزي شکونه یې نور هم ډېر کړل. د نوي امریکایي مشرتابه لهجه داسې وه، چې کرزی ورسره روږدی (عادت) نه و.

د جنورۍ پر شلمه اوباما او بایډن د متحده ایالاتو د ولسمشر او مرستیال ولسمشر په توګه لوړه وکړه، د وزارتونو لپاره نوې ټاکنې ژر ترسره شوې: هیلري کلنټن د بهرنیو چارو، رابرټ ګیټس د دفاع وزیر او جیمز جونز د ملي امنیت  د سلاکار په توګه  غوره شول. خو یوې پوښتنې لا هم ځواب غوښت هغه دا چې اوس به څوک د افغانستان لپاره د ورځنیو تګلارو د ادارې مسوول وي؟ څو ورځې وروسته ځواب راغی، چې ریچارډ هولبروک د افغانستان او پاکستان لپاره او جورج میچل منځني ختیځ لپاره د ځانګړو استازو په توګه ټاکل شوي دي. دا مهال مې یو ډول ګدوډ احساس درلود.

ګیټس مې له پخوا پيژنده او اړیکې می ورسره ښې وي، جونز مې له هغه وخته پیژنده، چې زه په ناټو کې سفیر وم او نوموړی د ناټو له مخکښو قومندانانو څځه و. هولبروک که څه هم دواړو په بالکان کې دندې درلودې، خو یو ځل مې د یوې سهارنۍ پر مهال په نیویارک کې ورسره لیدلي و. له هیلري کلنټن سره مې هیڅ لیدنه نه وه شوې. خو ما جورج میچل په نسبي  توګه ډېر ښه پیژنده. د ۲۰۰۰- ۲۰۰۱ز پر مهال زه د میچل د هغه کمیسیون غړی وم، چې ولسمشر پیل کلنټن او د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفی عنان په سپارښتنه جوړ شوی و، چې وکولای شي په فلسطین کې دویم پاڅون ته د پای ټکی کېږدي. میچل مخلص او هوډمن و او د هغه چلند له کبله، چې ده له خپلو همکارانو سره کاوه د درناوي وړ یو شخص دی. ما داسې فکر کاوه که چیرې نوموړی د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وای نو د منځني ختیځ په پرتله به دلته ډېر اغیزناک و. د منځنې ختیځ شخړه داسې وه، چې په کور دننه یې کوم حل نه تر سترګو کېده او په افغانستان کې اوس دا زمینه وه، چې نوي پړاو ته ورننوځو. زه پردي باور وم، چې میچل به د هولبروک په پرتله د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ډېر اغیزناک و.

د کرزي احساسات هم زما په څیر ګډوډ وو. هولبروک وړاندې، له دې چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی شي یو کال د مخه یې له دې هېواده لیدنه کړې وه. کله، چې امریکا ته ستون شوی و نو پر کرزي یې خوله راخلاصه کړې وه، چې نوموړی له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلی دی. کرزي موده وړاندې له بایډن سره لیدلي و خو ناسته یې بریالۍ نه وه. کرزي د ګیټس او کلنټن له ټاکلو خوښ و او له همدې کبله یې اوباما ته لیکلې مبارکې هم لیږلې وه، خو د نوي ولسمشر لخوا ځواب وځنډیده، د دې ښکاره پیغام دا و، چې اوباما نه غواړي د بوش په څیر دوه اونیزو ویډیویي کنفرانسونو ته ادامه ورکړي. افغانستان د اوباما په بهرنۍ تګلار کې خپل لومړیتوب درلود، خو داسې کومه نښه نه وه، چې اوباما او یا هم د بهرنیو چارو وزیره دې په نږدې راتلونکې کې له افغانستانه لیدنه وکړي.

اوباما هوډ کړی و، چې له کرزي سره ډېر صمیمي نه وي. له افغان ولسمشر سره د نوې ادارې چلند د نړیوالو او د کور دننه رسنیو او ډلو پام د ځان لور ته واړوه. کرزي دا ډول کړنه د خپل ځان سپکاوی وباله او په ارګ کې غوسه لا پسې زیاته شوه. په کابل کې عامه انګیرنه دا وه، چې د دې ډول چلند او کړنو تر شا د بایډن، سناتور ګراهم او هولبروک لاسونه دي. هولبروک داسې یو سړی و، چې د پایلو د ژر لاسته راوړلو په موخه یې هر ډول فشار راوړلی شو. د ده زیرکتیا بیسارې وه. د اوهایو په ډیټون کې نوموړي پر دې وتوانیده، چې د څو ورځو په ترڅ کې د بالکان له مشرانو سره جوړجاړي ته ورسیږي او د بوسینا او هرزیګونیا جګړې ته د پای ټکی کیږدي. دا یوه تاریخي لاسته راوړنه وه، خو په افغانستان کې د بهرنیو فشارونو کار نه کاوه او د بالکان په څیر پایلې یې نشوای زیږولی. له بلې خوا دلته ژر لاسته راوړونکې پایلې اسانه هم نه وي. اوباما ویل، چې نوې اداره به له پخوانۍ هغې سره په غوږ نیولو کې توپیر ولري. کله مې، چې دا خبره ولوسته نو وهڅیدم، داسې ښکاریده، چې نوي ولسمشر د امریکې د تګلارې په اړه د نړۍ په بېلابېلو پلازمینو کې د خلکو احساسات درک کړي وو خو هولبروک د غوږ نیولو مهارت نه درلود. له لومړنیو نښو داسې معلومیده، چې نوې اداره به هومره غوږ هم ونه نیسي لکه څومره، چې پخوانۍ هغې نیوه. د فیبرورۍ په پیل کې، په واشنګټن کې مشرانو اراده لرله، چې د میونیخ د کلني امنیتي پروګرام په درشل کې به له کرزي سره ګوري، خپله کرزي د ناټو له عمومي منشي جان دی هوپ شکیپر سره ناسته په خپل مهال وېش کې ځای کړې وه. ما د میونیخ  ناسته له ډیرو نږدې افغانانو سره وشاربله. موږ نه غوښتل، چې دا ناسته دې پر ناسم لوري ولاړه شي. د کرزي له تګ یوه ورځ وړاندې، زه د ده دفتر ته ولاړم. ما ټینګار درلود، چې دا کومه خوشې غونډه نه ده بلکې دا د امریکا له نوې ادارې سره د افغان ولسمشر د اړیکو جوړولو لومړنۍ ناسته ده. له هولبروک سره تېر کال بحث جنجالي و او ولسمشر یې خپه کړی و، له بایډن سره د څو اونۍ د مخه ناستې هم کومه ښه نتیجه نه درلودله. زه د کرزي پر احساساتو او اندېښنو ښه پوهیدم، خو د اوباما له ډلې سره د میونیخ په غونډه کې ښې اړیکې جوړیدای شوې. کرزی قانع شو.

د هماغې ورځې په ماسپښین، د ناټو عمومي مشر زنګ را وواهه او په کابل کې د وضعیت په اړه یې وپوښتل. هغه هم ماته ورته اندېښنې درلودې. آیا ولسمشر مثبت دی؟ ما له کرزي سره د نن ورځې د غونډې په اړه ورته وویل او هیله مې وښودله چې د میونیخ غونډه به مثبته پر مخ لاړه شي. په ورته وخت کې مې دا هم ورته وویل چې کرزي توافق ښودلی دی چې هڅه به وکړي. د میونیخ په غونډه کې اوباما له ادارې سره ښې اړیکې رامنځ ته کړي. او دا مې هم ورته وویل چې کیدای شي غونډه ډیره ښه پر مخ لاړه شي خو په پای کې مې دا هم ور زیاته کړه، چې دا یوازې زما انګیرنې دي. د غونډې د بریا په اړه زما انګیرنه له غونډې دوې ورځې د مخه وه. د دې امکان و چې په دې دوو ورځو کې حالات بدل شي او د غونډې په بریا اغیز وکړي. ماته په غونډه کې د افغانانو او نړیوالو د ګډون په اړه پرلپسي راپورونه راکول کېدل. هر راپور د خطر زنګ کړنګاوه. له کرزي او امریکایانو سره مهمې ناستې پر مخالفتونو واوښتې. د ناټو عمومي مشر خبره پردې را لنډه کړه که کرزی غواړي نړیوال ځواکونه افغانستان پریږدي نو همدلته دې په همدې غونډه کې ورته ووایي:” که داسې وي نو همدا اوس یې راته ووایه.” د میونیخ غونډې د کرزي پر ضد د نړیوالې ټولنې او د نړیوالې ټولنې پر ضد د کرزي شکونه لاپسې راوټوکول، خو هغه څه، چې ددې ټولو بحثونو لامل و هغه د ملکیانو د وژل کېدو خبره وه. له کابله به دا پریکړه، چې څوک ملامت و بیخي ناشونې خبره وه.

 د میونیخ غونډې زما توجه په یوه شي کې را جلب کړله هغه دا چې په غونډې کې هولبروک دوه ځلې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د هڅو د همغږۍ غوښتنه وکړه. ده په غونډه کې یو ځل بیا د اشډون خبره را مطرح کړله او د کرزي لخوا یې د اشډون د نه منلو موضوع یې د نړیوالې ټولنې د هڅو د نه همغږۍ له کبله وبلله او د هغه ردیدل یې له لاسه وتلی فرصت وباله. هولبروک د ملګرو ملتونو خبره یو ځل هم یاده نه کړه، اشډون او هولبروک یو بل ښه پیژندل. د برتانوي سیاستوال په توګه، هغه د هولبروک د غوښتنو او سپارښتنو د پلي کولو مسوول و. د هولبروک په ځواب کې د بهرنیو چارو افغان وزیر سپنتا له ما څخه ملاتړ وکړ. هغه زیاته کړه: نړیواله همغږي که اشډون وي او یا هم ایډه څه اسانه خبره نه وه، د هولبروک یادونې زه هیښ کړم، هغه په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر و ما د ګډ کار په موخه له هغه څخه د ژمنتوب هیله درلوده، خو ده هغه کېسه، چې یو کال پرې اوښتې و بیا له سره راپیل کړه. د هغه خبرو په غوسه کړم نو جیمز او رابرټ ګیټس ته مې برېښنالیک واستوه، او په برېښنالیک کې مې ددې نا اړینې تبصرې په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړه. ما وروسته واوریدل، چې برېښنالک هیلري کلنټن ته هم رسیدلی و او هغې بیا هولبروک ته ورښکاره کړي و. څو ورځې وروسته ماښام مهال زه په اووم نمبر ماڼۍ کې له الآين لی رای سره، چې د سولې ساتلو د عملیاتو څانګې (DPKO) نوی مشر غوره شوی و، ناست وم. نوموړی د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې زما مستقیم مشر و. هان میلفالډ زما ځانګړې مرستیالې خبر کړم، چې هولبروک د ټیلیفون پر کرښه دی. هغه څه، چې د ټیلیفوني مرکې پر مهال پېښ شول ګرمې او بې خونده خبرې وې. ما هغه ته د میونیخ د تبصرې په اړه شکایت وکړ. هولبروک د هغو حقیقتونو په اړه، چې ما دهغه له مشرانو سره رابرسېره کړې وو، ګیله درلوده. ما د لی رای پر مخ ، چې زما تر څنګ ناست و اندېښنې له ورایه ولیدې. رسنیو ماته د ( منځلاري نارویژي) خطاب کاوه. لږ تر لږه ورته انګیرنه د همدې ټیلیفوني اړیکې پورې په نیویارک کې هم وه. دا یوازې کرزی نه و، چې له نوې امریکایي ادارې سره یې د اړیکو په رامنځته کولو کې ستونزه درلوده. درې ورځې وروسته هولبروک کابل ته راغی. مهال وېش داسې برابر شوی و، چې موږ به د امریکا د سفیر بیل ووډ په استوګنځای کې سهارنۍ خورو، ما غوښتل، چې څو ورځې وړاندې رامنځته شوې جنجال حل کړم. له سفیره مې وغوښتل، چې له سهارنۍ څو دقیقې وړاندې له هولبروک سره زما یو په یو ناسته برابره کړي، خو هولبروک د خرابې هوا له کبله هغه ماښام په اسلام اباد کې وځندیده او د شپې ناوخته کابل ته راورسید. هغه د سهارنۍ پر مهال ستړی و او د ځانګړې لیدنې وخت ورسره نه وه. موږ ټولو زما د نږدې همکارانو او د یوې ډلې امریکایانو په ګډون پر سهارنۍ پیل وکړ. له ستړې مشي څخه سمدستي وروسته هولبروک له ما څخه وپوښتل، چې ټړون مې څه وخت پای ته رسیږي. ما ورته وویل: ” څه موده کیږي، چې بیا مې د یوه کال لپاره وغځوه. د کاواکه اړیکو د جوړونې او کنترول چاره په ښه توګه پیل نه شوه. له یوې عجوبې څخه نه وم خلاص چې هولبروک په بلې واړولم.” زه پوهیږم، چې ته د بالکان له وخته د پیټر ګالبریټ پخوانی انډوال یې؟ ګالبريټ د پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري پخوانی ملګری و او ده له دواړو سره په اسلام اباد مخکې له دې چې افغانستان ته راشی لیدلي و. نوموړي زیاته کړه، ” ګالبریټ به په یوناما کې تکړه دویم لاس وي.” مطلب دا چې هغه به په یوناما کې زما مرستیال وي. ما د همدې پوست لپاره له ځینو کاندیدانو سره مرکې کولې. کریس الکسانډر په افغانستان کې لومړی د کاناډا د سفیر او بیا د یوناما د مرستیال په توګه نوره خپله دنده پرېښودله. زما تر ټولو غوره غوراوی د المان یو تکړه او باتجربه ډیپلومات مارټین کوبلر و. ما هولبروک ته وویل: ” زه ګالبریټ ډیر ښه پیژنم . موږ ښه ملګري نه وو، خو یو ځای مو په زګریب کې د ۱۹۹۵-۱۹۹۴ز ترمنځ کار کړی دی او یو ځای مو وخت تېر کړی دی. په کروشیا کې زموږ اړیکې خرابې شوې هم دي، خو هڅه مو کړې ده، چې خپلې مسلکي اړیکې ښې وساتو. ما د ګالبریټ په اړه شکونه درلودل. زه پوهیدم، چې نوموړی به یو ښه مرستیال نه وي او هغه ته به هم سخته وي، چې زما د مستقیم مامور په توګه دنده ترسره کړي. ما دا هم احساسوله، چې د یوناما د مرستیال په توګه د یو امریکایي ټاکنه یوه تېروتنه ده. زه پوهیدم، چې په ګانده کې به زما او د واشنګټن ترمنځ ستونزې هغه ډول سر راپورته کوي لکه ما چې له دوی سره د یولسو میاشتو ماموریت پر مهال په کابل کې درلودلې. ما غوښتل وړاندې له دې، چې د هولبروک یو نږدې ملګري زما شا نیولې وي، د هغه د غوراوي په اړه ښه فکر وکړم. پردې سربېره، زه به ډیری مهال له کابله بهر وم نو دا مهال به ګالبریټ د یوناما او د ملګرو ملتونو د نورو دفترونو مشري په لاس کې نیسي. په بله مانا په کابل کې د دریو نړیوالو ادارو مشران به له یوه سره امریکایان وي: د امریکا سفیر، په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو مشر، او د ملګرو ملتونو مرستیال چې دا بیا پخپل ذات کې عجیبه غوندې خبره وه. په افغانستان کې نړیوال حضور په مستقیم ډول د امریکا تر رهبرۍ لاندې راته. له بل پلوه زه پوهیدم چې امریکان دا ډول حاکمیت به په افغانانو او نړیوالو همکارانو کې بیل ډول تعبیر شي.

ښه خبره دا وه، چې د خپل مسلمان مرستیال په لټه کې شم. ما ورته کاندید ولټوه خو بخت یاري ونه کړه. دویم بدیل دا و، چې د اروپايي ټولنې له کوم مهم هېواد داسې مرستیال غوره کړم، چې برتانوی نه وي، خو المانی ښه کاندید و. خو اوس هولبروک د ګالبریټ نوم د خپل میز پر سر اېښی او د دې امکان هم و چې بانکي مون باندي د هغه د غوراوي په برخه کې فشار وارد کړي. په هغه سهار د هولبروک د خبرو اصلي ټکي بل څه و: آیا موږ کولای شو، چې له کرزي سره پنځه نور کلونه تېر کړو؟ ما له کرزي سره په دې اړه خبرې کړې وې او ما نه غوښتل، چې هولبروک له دې خبر کړم. ما له هولبروک سره خپلې جدې اندېښنې شریکې کړې.

 دا به ناشونې وي، چې موږ پنځه کلونه په هغه ډول بې باورۍ کې تېر کړو چې د تیرو څو میاشتو راهیسې رامنځ ته شویده. همدا راز موږ د اوسني بې باوره چاپیریال پر مهال د خپلو مسوولیتونو یادونه هم وکړه. ما دا وویل چې په پای کې به دا افغانان وي، چې خپل ولسمشر ټاکي. کله، چې کرزی د لومړي ځل لپاره وټاکل شو نوموړی د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا کاندید هم و، دا ځل موږ ټولو دا هوکړه کړې وه، چې موږ یو ته د نورو پر حساب نه نږدې کېږو او خپل ناپېیېلتوب به ساتو.

هولبروک خپلو خبرو ته دوام ورکړ، خو یو ګام وړاندې ولاړ ” د کرزي پر ځای به بل څوک وړ ځایناستې وی؟ ” هغه د کرزي په حکومت کې زما د خوښې یو سړی حنیف اتمر نوم واخیست. نوموړي زیاته کړه، چې له اتمر سره لیدل غواړم او یاده موضوع ورسره څیړم. زه اندېښنو پسې واخیستم. ما فکر نه کاوه، چې اتمر دې کرزی وننګولای شي. له اتمر سره جلا لیدل بیا بله غمیزه وه ځکه هغه ولسمشر ته په وفادارۍ کې ځانګړی شهرت درلوده. که چیرې هولبروک له هغه سره وګوري نو هغه به سمدلاسه ولسمشر خبروي، خو هولبروک له هغه سره ولیدل او موضوع یې ورسره شریکه کړه، اتمر په ډېر درناوي د (نه) ځواب ورکړ. وړاندې له دې، چې ورځ پای ته ورسیږي، کرزی د هولبروک پر نیت خبر شوی و. څو ورځې وروسته داسې اوازې خپرې شوې، چې هولبروک سیاستوال او د اپوزیسیون نوموتي وزیران هڅولي دي، چې کرزی وننګوي.

د جمعې پر ورځ زه د کابل هغه څنډې ته ولاړم، چې د ځوانو کسبکارانو مرکز بلل کیږي، دغه مرکز برتانوي سیاستوال او اکاډمیسن روري سټیورټ جوړ کړی دی. ده د خپل هغه کتاب د خپراوي له کبله چې د هرات او کابل ترمنځ پرتې لارې په اړه یې لیکلی نوم کښلی و. ده د کابل او هرات ترمنځ پرته لار پیاده لنډه کړې او بیا یې د (Places in Between) په نوم کتاب کې خپل یادښتونه پرې لیکلې دې. د دې مرکز د پرانیستنې ورځ وه، چې د هنرمندانو او کارګرو سربېره یې یو شمیر سیاستوال او ډیپلوماتان هم ورته رابللي و. په دې ډله کې مرستیال ولسمشر احمد ضیاء مسعود هم و، چې په قالین ناست و او چای یې څښه. ومي غوښتل، چې ورسره کینم ځکه ډېر وخت شوی و، چې لیده کاته مي ورسره نه و شوی. په ډېر درناوي مې ورته وویل: څنګه یاست؟ مسعود په ټوکه راته وویل:” د یوازیتوب احساس کوم. زه به یوازینی هغه کس وم، چې هولبروک ورڅخه نه وي غوښتي، چې د کرزي پر وړاندې دریږم. ” په حقیقت کې دا یوه مبالغه وه، خو دغو ټولو خبرو په کابل کې واکمن وضعیت انځوروه.

په افغانستان کې د هولبروک کړنو د هغه د ماموریت پر مهال د افغان مشرانو او امریکایې ادارې ترمنځ باور بیخی زیانمن کړ. د کرزي غوسه د ټول حکومت ترمنځ ان د هغو په منځ کې هم، چې د ولسمشر په اړه شکمن وو معلومیده. اصلي خبره دا وه، چې واشنګټن بیخي سپک چلند کاوه. د امریکا نوې ادارې نه یوازې دا، چې د افغان ولسمشر سره د اړیکو په جوړولو کې بې باکه وه، بلکې هڅه یې کوله، چې کرزی ګوښه کړي. نوموړي ته سخته وه، چې فکر وکړي، چې د هولبروک فعالیتونو، چې خلک یې د ده پر ضد رایوځای کول د ټولې نوې ادارې دریځ نه دی.

کرزي د هولبروک فعالیتونه د تیرو څو اونیو پر مهال تر سره شوو فعالیتونو په چاپیریال کې ولیدل: له بایډن سره لیدنه ناکامه وه، هغه ویډیويي کنفرانسونه، چې کرزی پر روږدی شوی و. ناڅاپي بند شول چې په ټوله کې دا ټول هغه څه وو، چې نوې ادارې کول. دلته یوازي د کرزي د لیرې ساتل کېدو خبره مطرح نه وه، بلکې له نوموړي څخه د خلاصون هڅې یې هم بللی شو.

د څه مودې لپاره داسې اوازې خپرې شوې، چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر خلیل زاد د کرزي پر ضد دریږي. دا سمه ده، چې خلیل زاد په عامو غونډو کې دا نه شوه منلای، چې د ولسمشرۍ لپاره ځان نوموي، خو ده هڅه کوله چې ځان پوه کړي چې آیا په راتلونکي افغان سیاست کې د ده لپاره ځای شته؟ خپله کرزی پردې باور و، چې د امریکا دومره نوموتی استازی به هېڅکله په افغانستان کې ولسمشرۍ لپاره ونه دریږي. که چیرې امریکایي اداره ور سره په پټه خوله کومه هوکړه وکړي هغه نو بیا بیله معامله وه. د فیبرورۍ پر نولسمه، یعنې په کابل کې د امریکا د سفیر پر استوګنځای کې له هولبروک سره له سهارنۍ څو ورځې وروسته، ما له دفاع وزیر رابرټ ګیټس سره د پولینډ په کراکوف کې ولیدل. نوموړی د سوله ساتو ځواکونو د دفاع وزیرانو غونډې ته راغلی و. د ناټو عمومي منشي د خپل عادت له مخې زه هم ورته غونډو ته وربللم.

هلته مې غوښتنه وکړه، چې له ګیټس سره د څو شېبو لپاره ځانته ګورم. زما پوښتنې ساده وې: آیا هغه د هولبروک پر فعالیتونو خبر و؟ آیا هغوي د کرزي لیرې کول غوښتل؟ آیا د امریکا د نوې ادارې پالیسي همدغه ده چې هولبروک پیل کړیده؟ ګیټس د هولبروک د فعالیتونو له کبله هک پک شو. دا سمه ده، چې د اوباما ادارې غوښتل، چې کرزي سره اړیکې سستې وساتي او هغه ته یو ډول پیغام ورسوي چې، اړیکې به د پخوا په څیر نه وي، خو پردې هیچا هوکړه نه وه کړې، چې کرزی دې له واک ګوښه شي. ګیټس پردې خبرو خپه شو. دې وضعیت دا ښودله، چې د اوباما د ډلې غړي د افغانستان په اړه په یوه خوله نه دي.

له هولبروک سره د لومړنۍ لیدنې وروسته زه د کرزي دفتر ته وغوښتل شوم. موږ دواړو په دې وروستیو ورځو کې د هولبروک د کړنو له کبله ناخوښه وو. موږ دواړو د هولبروک په اړه د خپل زړه خبرې له یو بل څخه پټې نه کړې. کرزي وویل:” هغه زموږ د دواړو شا نیولې ده.” ما ورسره ومنله ځکه، چې د دې شونتیا وه، چې زما او د هولبروک ترمنځ د اختلاف خبره به ده ته د ده د وزیرانو لخوا رسیدلې وي.

له هولبروک سره زما لومړنۍ تجربه یو څه ستونزمنه وه، خو هغه داسې نوښت هم وښود، چې ما ورڅخه بیا ملاتړ وکړ. نوموړي د هغو هېوادو استازي راوغوښتل، چې په افغانستان کې یې سرتیرو شتون درلود او د افغانستان او پاکستان لپاره یې د( اف- پاک) په نوم یو میکانیزم جوړ کړ. په دې میکانیزم کې نږدې شل تنه استازي راټول شول. زه ورته دې نوښت ته وغوړیدم ځکه دغه میکانیزم کولای شول چې له یو اړخه د ملګرو ملتونو او زما ترمنځ او له بلې خوا به په مهمو پلازمینو کې د مهمو سیاسي مشرانو ترمنځ د پوهاوي لپاره لار هواره کړي.

 د اپریل له پای څخه وړاندې، د افغانستان لپاره د امریکا نوی سفیر کارل ایکنبیري له سنا څخه د باور رایه ترلاسه کړه، هغه پخوا په افغانستان کې دوه ماموریتونه تر سره کړي وو. یو په افغانستان کې د پوځي قومندان په توګه او بل دا، چې کرزی یې له نږدې پیژنده. ایکنبیري له ځان سره غښتلې ډله راوسته په ځانګړي توګه تجربه کار ډیپلومات فرانسس ریکسیرډن یې د خپل مرستیال په توګه وټاکه، دواړه ښه اغیزناک کسان وو او ډیر ژر زما ملګري شول. ما له ایکنبیري سره له هغې ورځې، چې د SRSG په توګه ټاکل شوی وم څو ځلې لیدلي و. په ۲۰۰۸ز په اپریل کې، د ناټو مرکزي دفتر ته تللی وم. هلته مې له نوموړي سره یو ګړي وخت یو ځای تېر کړی و. ایکنبیري د کرزي او د افغانستان د روان وضعیت په اړه له ما سره خپل لرلید شریک کړ. د کرزي نوم یې په درناوي یادوه او له ما څخه یې وغوښتل، چې ورسره ټینګې اړیکې جوړې کړم. نوموړي راته وویل:” كله، چې سفر کوې، ولسمشر وار له مخه خبروه او د هغه یو وزیر له ځان سره ملګری کوه. دا دېره مهمه ده، چې هغوی وځلول شي نه ته.” په هغه ورځ، چې ایکنبیري کابل ته را ورسید، زه له شلو سفیرانو سره په اونیز غونډه کې وم. هغه له هوایي ډګره سیده اوومې ماڼۍ ته راغی، چې په غونډه کې ونډه واخلي څو موږ ته په ثبوت ورسوي چې له ملګرو ملتونو څخه ملاتړ کوي. نوموړي په دې کار سره پر ما او نورو هغو، چې د میز چاپیره ناست وو، ځانګړی اغیز پرېباسه. د مارچ  په پای کې پیټر ګالبريټ زما د مرستیال په توګه وټاکل شو. دا لومړی ځل و، چې په افغانستان کې د دوه کلن ماموریت پر مهال زما او بانکي مون ترمنځ اختلاف رامنځ ته شو. پر سکرتر جنرال فشار خورا زیات و، چې ګالبریټ وټاکي. هماغه و، چې په پای کې فشار ته تسلیم شو.

په ملګرو ملتونو د شک څپه خپره شوې وه. ما سکرتر جنرال ته وویل:” زه پریکړه منم که تاسې فکر کوی، چې د ګالبریټ ټاکل مهم دي، خو زه چمتو نه یم، چې هغه په یوناما کې وګورم.” د مارچ پر نولسمه ما باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته معلومات ورکړي وای. د اونۍ په پای کې، ما په بیمکن ټاور هوټل کې له ګالبریټ سره ولیدل. نوموړی ډېر صمیمي او با ادبه و، ټینګار یې کاوه، چې زه به تاسې ته وفادار وم او د هولبروک د لاس نناځکه به نه اوسم، خو زما شپږم حس راته ویل چې د هغه له ګمارنۍ سره زما مخالفت په حقه و. وړاندې له دې، چې له نیویارک څخه واشنګټن ته د نوې ادارې د لیدو په موخه سفر تر سره کړم، دا هڅه مې وکړه، چې د ګالبريټ د ټاکنې خبر یو څه وځنډوم. ما نه غوښتل، چې د نوموړي د ټاکنې خبر دې زما د خبرو اترو او یا په رسنیو کې داسې مهال د مهم خبر بڼه خپله کړي، چې په واشنګټن کې یم.

ما د ملګرو ملتونو په سکرتریت کې اړونده کسانو ته زنګونه ووهل، خو د امنیت شورای د غړو په ګډون ټول رخصت وو. په پای کې وتوانیدم، چې د بانکي مون د دفتر له رئیس سره خبرې وکړم. یو ځل بیا مې خپل شکونه رابرسېره کړل او له دوی مې وغوښتل، چې پریکړه دې یو څو ورځې نوره هم وځنډوي. رسنیو ولیکل، چې ما هڅه کوله د ګالبریټ د ټاکنې مخنیوی وکړم، خو دا خبره ناسمه وه ځکه نوموړی ټاکل شوی و. مشهورو امریکایي ورځپانو نوې امریکايي ډله د ” رويا ډلې” په نوم یاده کړله په کومې کې چې ګالبریټ د دې مسولیت درلوده چې د امریکا پالیسي د ملګرو ملتونو دننه وڅاري. دا کیسه شوې وه او اوبه له ورخه تیرې وې. خو دا کار پخپل ذات کې له هماغه پیله یو ناکام کار و ځکه له هماغه پیله یې په کابل – ارګ او نیویارک – د ملګرو ملتونو مرکزیت کې هرکلی ونشو.

د دې کتاب نورې برخې دلته ولولئ:

      نورې برخې

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button