سيمه او نړۍ

د انګلستان لومړی وزير استعفا ورکوي

د انګلستان لومړي وزير ډېوېډ کېمرون ويلي دي چې وروسته له هغې چې د انګلستان خلکو له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو پرېکړه وکړه، ده هم پرېکړه کړې چې له خپلې دندې استعفا وړاندې کړي.

کېمرون ويلي دي چې د انګلستان خلکو پرېکړه وکړه چې له اروپايي اتحاديې ووځي او د دوی د پرېکړې احترام بايد وشي. کېمرون ويلي چې انګلستان نوي مشر ته اړتيا لري. هغه ويلي چې نوی مشر به له يادې اتحاديې د وتلو پر شرطونو مذاکرات پيلوي.

بلې خوا د انګلستان نورو سياسي مشرانو له کېمرون غوښتي چې د انګلستان د وتلو له پرېکړې وروسته دې استعفا ورکړي. د يادونې وړ ده چې د کارګرو ګوند، چې کېمرون يې غړی دی، له اروپايي اتحاديې څخه د انګلستان پر وتلو مخالفت ښکاره کاوه او دا يې د خپل هېواد د ګټو ضد باله، خو ولس د دوی د غوښتنې خلاف پرېکړه وکړه.

پاتې دې نه وي چې د جون پر ۲۳مه د انګلستان نږدې ۵۲ سلنه خلکو له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو په خوا رايه ورکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button