پاموړسلايډ

د انټرويو ورکولو پر مهال بايد څنګه ځواب ووايو؟

په نړۍ کې ډېری ځوانان له پوهنتونه فارغېدو سره د کار په لټه کې وي، ځينې ښه وړتيا لري، ټول کار يې خلاص وي، مگر د انټرويو پر مهال ځينې داسې تېروتنې وکړي، چې له امله يې دنده له لاسه ووځي.

په عامه توگه انټرويو کې دا پوښتنه هم کيږي، چې ستاسې تر ټولو زياته کمزوري څه ده؟ تاسې دلته ولې کار کوئ؟ د دې تر څنګ يوه بله پوښتنه هم کيږي، چې «موږ تاسې ته ولې دنده درکړو؟»

د منيجمنټ او اداري چارو پوهان وايي، چې د دغو پوښتنو په ښه ځواب تاسې کولای شئ، چې دغه دنده په خپل نوم کړئ، مگر که د دغو سوالونو ځوابونه مو لږ هم کښته پورته کړل، کېدای شي، تاسې دغه چانس له لاسه ورکړی.

د کارپوهانو په اند انټرويو اخيستونکي له تا دا غواړي، چې ته په خپلو خبرو او اعتماد دی قايل کړې، چې همدا ته د دې دندې او کار لپاره تر ټولو وړ يې. د دې لپاره ته کولای شې، چې د دندې موخې، کمپنۍ او خلکو لپاره مخکې له مخکې خپل تياری وکړې او خپله وړتيا ورته په لنډو ټکو کې وښيې.

د منيجمنټ د لارښوونو له مخې انټرويو ورکوونکی بايد د کمپنۍ او ادارې څښتن ته ووايي، چې تاسې سره د پلاني دندې لپاره وړ کارکوونکی په کار دی او زه د هغې لپاره تر ټولو غوره يم او د دې لپاره بايد ته داسې دلايل ووايې، چې هغه دې ته تيار کړې، چې تا د دغې دندې لپاره ومني.

د انټرويو پر مهال باید تاسې مخکې له مخکې دومره تياری کړی وي، چې د کمپنۍ څښتن پر دې پوه کړې، چې د دې دندې لپاره تر ټولو غوره انتخاب همدا ته يې.

د هرې انټرويو لپاره بايد دا خبره ته په ذهن کې ولرې، چې ته ولې تر ټولو غوره انتخاب يې؟ خپل ځان تر ډېره بريده له مبالغې وساتې خپله ټوله خبره يوازې تر خپل تخصص او دندې پورې په لنډو ټکو وکړې.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button