خبرونهسيمه او نړۍ

د جاکرتا د بريد پړه داعش پر غاړه واخیسته

د داعش ډلې د اندونیزیا د چاودنو برید پړه په غاړه واخیسته. برید د دوه تنه ځانمرگو په چاودنو سره پیل شوه. ورپسي دوه تنه نورو په سپکو وسلو سمبال د پولیسو په یوه استوگن‌ځای برید وکړ چې له امله يې پنځه تنه پولیس او دوه نور ملکیان وژل شوي دي. برید کوونکو د اندونیزا د پلازمېنې جارکرتا ښار پولیس په نښه کړي وه.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د پېښې د پلټنې په اړه بیړنۍ غونډه وکړه. ویدودو رسنیو ته وویل: «پېښې د ښار په خلکو کې ویره خپره کړي ده او دا د ترهگرو کړنې دي».

د اندونیزیا د کورنیو چارو وزیر رسنیو ته وویل چې د ښار امنیت د پولیسو په کنټرول کې دی. او له ښاریانو څخه یې غوښتنه وکړه چې له شکمنو سیمو څخه لرې اوسي.

تېره ورځ د داعش ډلې د ترکیې استنبول ښار هم په نښه کړی وو چې له امله يې گڼ شمېر سیلانیانو ته مرگ ژوبله اوښتي وه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button